سوله او پخلاینه د افغانانو ګډ کار پورې تړلې ده

به اشتراک بگذارید

سوله او ملي پخلاینه د افغانانو صادقانه یووالي او ګډ کار پورې اړه لري او سوله باید لومړی له خپل کوره را پیل کړو.
دغه خبره د کندهار ښار د زرغونې انا د دوهم نمبر لیسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکې پروین د سولې عامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړه چی د  روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۴ نیټه د نوموړې لیسې په تالار کې جوړه شوې وه.
د غوڼدې په پیل کې د یادې لیسې مدیرې روڼا جانې د سولې د ګټو په اړه لنډې خبرې وکړې وې ویل : نن ورځ افغانان ځکه سولې او امنیت ته سخت ضرورت لري چې اوږدې جګړې ډیر ځپلي دي، نو هر هیوادوال مسئولیت لري په صداقت سره د خپل هیواد خدمت وکړي .
وروسته د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي خبرې وکړې څرګنده یې کړه که سوله نه وي، نه زده کړه کېږي او نه کار، نو افغانان باید د خپل توان سره سم سولې ته کار وکړي. جګړه بربادي ده او ګټونکی نه لري د تیرو کلونو په اوږدو جګړو کې زموږ هیوادوالو ته ډیر ځاني او مالی زیانونه ورسیدل نور باید ددې تباهۍ مخه ډب کړو.
په پای کې د سولې ولایتي کمیټې د عامه پوهاوي مسئول د سرتاسري سولې د تامین په اړه د برخه والو د نظرونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې برخه والو په وار سره وویل : باید په لیرو پرتو سیمو کې د سولې د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچول شي څو مخالفین د جګړې  له زیانونو خبر او د سولې لاره ونیسي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.