سوله، ګډه دنده، ګډه هڅه

به اشتراک بگذارید

د روان کال د وري میاشتې په ۲۸مه نېټه په میدان وردک ولایت کې د سولې ولایتي کمېټې لخوا ددې ولایت اړوند ملکي او نظامي ادارو  سره د ښې هغمږۍ او ولسونو ته د سولې پیغام رسولو په موخه د سولې ولایتي کمېټې د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته ترسره شوه، چې پکې د ولایت مرستیال والي، د سولې ولایتي کمېټې غړو، ولایتي شورا او علماو شورا غړو، پوهنې، حج او اوقافو، کلیو پراختیا، حوادثو پر وړاندې مبارزې، کرهنې، عامې روغتیا، مهاجرینو، کوچیانو چارو او اطلاعاتو فرهنګ ریسانو او امنیتي مسؤلینو ګډون کړی وه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د مولوي عزیزالرحمن صدیقي لخوا پیل شوه، بیا د کمېټې ریس عبدالقادر طارق د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغې ناستې پر اهمیت، همدارنګه د سولې په ارزښت او ضرورت هر اړخیزه خبرې وکړې، وې ویل: سوله د ټولو افغانانو ګډه دنده او مسؤلیت ده، چې ددې ټولنې هر وګړی په خپل ځای او اندازه مسؤل ده څو  خپلو امکاناتو ته په کتو سره د سولې په لار کې هغه رسالت ادا کړي چې په هغه خدای پاک امر کړی، طارق د ولایت  مرستیال والي او اړوندو ادارو د ریسانو نه غوښتنه وکړه څو په ولسي ناستو کې د خلکو نه غوښتنه وکړي چې په خپلو سیمو کې د بیارغاونې، پرمختګ او روښانه راتلونکي په خاطر د یوې تل پاتې سولې لپاره لار img wardak peace joint duty joint hassle hamal 28 2هواره کړي، نوموړي له سکتوري ریاستونو نه غوښتنه وکړه څو بنسټیزې او پراختیایي پروژې د سولې تر نوم لاندې په هغو سیمو کې پلې کړي چې نا امنه دي، څو له یوې خوا د ولس او دولت تر منځ د بې اعتمادۍ  فضا له منځه لاړه شي او د بلې خوا هغه ځوانان چې د بېکارۍ له امله د وسله والو صفونو ته ځي پکار شي، څو د جنګ او ورانۍ پر ځای د هېواد د ابادۍ لاره غوره کړي، طارق د حج او اوقافو او پوهنې د ریسانو نه غوښتنه وکړه چې  د مساجدو او مکاتبو د لارې د سولې په ګټو او د جنګ په زیانونو دې خلکو ته معلومات ورکړي.
ورپسې د ولایت مرستیال والي محمد امین مبلغ خبرې وکړې، سوله یې د هېواد د پرمختګ او هوساینې یوازینۍ لار وبلله، مبلغ د ولایت اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه څو په خپلو پروګرامونو کې د سولې برخه په پام کې ونیسي، د سولې مزایاوې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د لارې خلکو سره شریک کړي، او د سولې ولایتي کمېټې نه یې غوښتنه وکړه چې د ولس له منځ نه جید علما او قومي مخور په راتلونکو ناستو کې را دعوت کړي، د رسنیو د مسؤلینو نه یې غوښتل څو په هره ګڼه اخبار او مجله کې دوه تر درې د سولې پیغامونه نشر کړي، همدارنګه امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه څو په هغو سیمو کې چې عملیات ترسره کوي د خلکو سره سم چلند وکړي.
د دارالانشا مسؤل محمد اسحق دقیق د ولایت مقام او اړونده ادارو مسؤلینو نه غوښتنه وکړه چې په ولسي ناستو کې دوی ته خبر ورکړي څو د کمېټې د غړیو لخوا په یادو ناستو کې د سولې شورا اهداف، کړنې او غوښتنې د ولسونو سره شریکې کړي، دقیق وویل: سوله د کار او زده کړې زمینه برابروي، که په هغه سیمو کې چې محرومه او وروسته پاتې دي پروژې عملي شي له یوې خوا به  خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به عدالت تامین شي.
غونډې ته د ولایتي شورا رئیسې آغلې حلیمه عسکري د ولسونو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړې هیله وښوده که ولسونو ته مراجعه وشي نو سوله به حتمي وي، هغې د سولې په راوستو کې د ښځو په رول هم خبرې وکړې او د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه او اغېزناکه وبلله.
په اخر کې د غونډو ګډونوالو سوله د افغانانو تر ټولو لویه غوښتنه او اړتیا وبلله، د سولې پروسې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه او ډاډ یې ور کړ چې په خپلو برنامو او ناستو کې به د سولې اړوند موضوعاتو ته ځای ورکوي او د سولې په  ارزښتونو  به د مصلح او خیرخواه مشرانو او علماو سره خبرې او مشورې کوي، د سولې ولایتي کمېټې سره په پوره همغږۍ کار کوي او د امکان تر حده به په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ورورګلوۍ په دعایې سره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.