د کابل ولایت ولسونو د د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د مکې مکرمې له اعلامیې، د افغان دیني عالمانو له فتوا او د حرمنیو شریفینو د امامانو له خطبو څخه ملاتړ غونډه وکړه

به اشتراک بگذارید

د روان ۱۳۹۷ کال د زمري (اسد) میاشتې ۲۲ نیټه د کابل ولایت بیلابیلو ولسونو د افغانستان د سولې او امینت په اړه د مکې مکرمې له اعلامیې، د افغان دیني عالمانو له فتوا او د حرمنیو شریفینو د امامانو له خطبې څخه د ملاتړ په موخه حبیب الله ځاځي پارک کې پرتمینه غونډه درلوده. چې یادې غونډه کې تر (۱۳۳۷) ډیرو کسانو کډون درلود. د یادې غونډې کډونوال علماې کرام، قومي مشران او سپين ږیري، ، جهادي قومندانان،  مدني فعالان، ځوانان چې ټولو د دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې له بهیر څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند ګړ.
غونډه د قران عظیم شان په تلاوت سره پیل شوه، بیا ملی سرود او وروسته مولوی دین خبر د کابل ولایت سولې ولایتي کمیټې رئیس راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه د اسلامي نړۍ علماو نړیوال کنفرانس اعلامیه ولوسته، د اعلامیې په یوه برخه کې دا ویل شوي چې د مسلمانانو وینه تویول حرام دي. او هغه څه چې په افغانستان کې روان دې د اسلام مقدس دین د اساساتو او اصولو سره په ټکر کې دي، په یادې اعلامیه کې د افغانستان له وګړو غوښتنه شوې img kabul ceasefire public support asad 22 2ترڅو د هراړخیزي او تلپاتې سولې په موخه سره متحد شي، مولوی دین خبر زیاته کړه: د اسلامي نړئ علماوو لخوا د افغانستان جنګ ناروا بلل مخالفینو ته هیڅ دلیل نه پریږدي ترڅو دې ناوړه جګړې ته دوام ورکړي. او پرموږ ده چې د تلپاتې اوربند لپاره هراړخیزې هلې ځلې وکړو، ترڅو مو ګران هیواد افغانستان کې سوله قایمه او دایمه شي.
وروسته بیا د افغانستان د روان حالت په اړه د هیواد د علماوو متفقه فتوا د محترم مفتی جمال الدین فایق لخوا ګډونوالو ته ولوستل شوه. چې یاده فتوا کې روانه جکړه ناروا او پر افغان ولس تپلې جکړه بلل شوې، فایق په خپلو څرګندونو کې د افغانستان له جیدو علماوو مننه وکړه چې د دې متفقې فتوا په صادرولو سره یې د مخالفینو ټولې بهانې img kabul ceasefire public support asad 22 4او ناوړه لارې وتړلي. او له ولسونو یې غوښتنه وګړه ترڅو د یادې فتوا د ملاتړ په موخه خپل آواز اوچت کړي.
مولوی محمد نظیر د دینې علماوو په استازیتوب وینا وکړه، وي وویل: په ګران هیواد کې روانه جګړه ناروا او پر افغانانو تپل شوې جګړه ده چې ګټې یې یواځې دښمن ته رسیږي او د دې جګړې قربانې بی وځله افغانان دي. د کوچنې اختر دري ورځني اوربند مونږ ته د سولې ارزښت څرګند کړ او دا یې ثابته کړه چې ټول افغانان سوله غواړي. راځئ چې دا اوربند تلپاتې کړو او دې مرام ته د رسیدلو په موخه هراړخیزې هلې ځلې وګړو.
ورپسې قاضي حفیظ الله سلام د حرمینو شریفینو د امامانو خطبه ولوستله، خطبه کې روان جنګ ناروا بلل شوي او دواړه لوري سولې ته رابلل شوي. او د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند هرکلی کوي. افغاني ټولنه له مودو راهیسې د جګړو او شخړو سره مخ ده، د همدې اختلافاتو او جګړو له امله یې ماشومانو او کونډې اغیزمنې شوي دي.
img kabul ceasefire public support asad 22 5ملک یحيَ، محمد ګل هوتک، سید جیلاني آغا او د کابل ولایت څوارلس ګونو ولسوالیو او ناحیو او د افغانستان  قومي سرتاسری شوراګانو د قومي مشرانو په استازیتوب ویناوې وکړې دوې وویل: چې ټول خلک سولې ته تږې دي او سولیزه ټولنه کې ژوند ورته یو ستره هیله دی. که غواړو چې دا هیله مو رنګ راوړي. اړ یو چې ټول سره لاس په لاس شو او دواړه لوري مذارکاتو ته اړ کړو. لیرې نده چې د سولیز ژوند خوبونه مو رښتیا شي. او خپل ملاتړ یې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د مکې مکرمې له اعلامیې، د افغان دیني عالمانو له فتوا او د حرمنیو شریفینو د امامانو له خطبې څخه څرګند کړو. او له دواړو خواوو یې د خپلمنځې مذاکراتو او تلپاتې اوربند غوښتنه وګړه.
مجنون مخلص د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړي وې وویل: دې کې شک نشته چې ځوانان د یوې ټولنې ډیره اړینه برخه جوړوي، او د روان جنګ اصلي قرباني هم ځوانان دي، ځوانان اړ دي څو خپلو مرورو ورونو سره خبرې وکړي او هغوي ته قناعت ورکړي چې کومه لاره دوی نیولي د هیواد بربادۍ سبب کیږي له هغوي باید غوښتنه وکړو ترڅو د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.