د ځوانان سره په نهرسراج ولسوالي کې د سولې څخه ملاتړ غونډه ترسره شوه

به اشتراک بگذارید

۷ سرطان ۱۳۹۷

دهلمند ولایت د سولې ولایتي کمېټې لخوا په نهرسراج ولسوالي کې د سولې کمپاين او ملاتړ په موخه پراخه غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې دیادي ولسوالۍ ملکې او نظامي ادارو مسؤلینو، د سولې ولایتي کمېټې مشرتابه اوغړو، د مدني فعالانو او ګڼ شمېرځوانانو ګډون درلود.
د ولايتي دارالانشاء مسؤل عبدالستار ستوري د غونډي  پرانيستونکي وينا وکړه. نوموړي وويل پر مونږ پردۍ او ناروا جګړه تپل شوې ده زموږ ځوانان هره ورځ د پردۍ جګړې قرباني کيږي. په دې جګړه کې مونږ هرڅه له لاسه ورکړي زموږ يو مکمل ځوان نسل ددې جګړې قرباني شوی دي ځکه هغه ماشوم چي پنځلس کاله وړاندي بايد  د ښوونځي په لومړی ټولګي کې کښېنستلی وای او اوس يې باید د لیسانس ترکچي زده کړي کړی وای خو له بده مرغه هغه د جګړې له امله د زده کړو څخه محروم او بې سواده ځوان دی يواځي يې په تیرو پنځلس یا شپاړلس کلنو په جريان کې د جنګ او ورور وژني په اړه خبري اورېدلي او هغه په دې نه دی خبر چي ولي وژل کيږو او د څه لپاره وژل کيږو نو زه له هغه ځوانانو څخه چي هغه لوستي دي غوښتنه کوم، چي د خپلو هغو ورونو څخه چي د بې سوادۍ او غربت له امله د طالبانو په ليکو کې ښکېل دي، اړيکې ونيسي او د اوسنۍ جګړې په img helmand civil soci youths campaign saratan 7 2اړه په سړه سينه د هغوی سره خبري وکړي، ترڅو هغوی دې ته وهڅوي چي ددې پردۍ جګړې څخه ځان وباسي او د خپلو کورنيو سره د سولې په فضا کې ژوند وکړي.
دغه راز نوموړي زياته کړه: سوله نبوي سنت او د الله تعالی جل جلاله حکم دی نو له همدې امله د ګريشک له اولسونو څخه په درنښت هيله کوم چي زموږ سره دا دسولي ږغ ګډه بدرګه کړي او په يوه اواز پر وسله والو طالبانو ږغ وکړي چي د افغان حکومت او سولي عالي شورا له خوا د سولې وړانديز ته لبيک ووايي او د بين الافغاني مذاکراتو له لاري دايمي سولې ته لاره پرانيزي.
ښاغلي ستوري په سوله کې د مدني فعالانو او ځوانانو د ونډي اخیستو په اړه وویل:  دا چې زمونږ مدني فعالان تل د ولسونو د حقه حقوقو څخه دفاع کوي زما په اند ترټولوسترد خلګو د ژوند کولو حق دی، نو راشی چي لومړی د ولس ددې مهم حق څخه دفاع وکړو او خپل ولسونه د سولې او امنيت له نعمت څخه برخمن کړو.
همداډول نورالله  (مشعل) د مدني فعالانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وويل: هر هغه څوک چي د افغان حکومت او سولي عالي شورا لخوا دوسله والو طالبانو سره د سولي خبري بې ګټي بولي او خنډ جوړوي په اصل کې  دغه کسان په افغانستان کې سوله نه غواړي، دده په وينا سوله زموږ دټولني اساسي اړتیا اودافغانانو جدې غوښتنه ده همدا ولس به د سولي پروسې څخه ملاتړکوي.
همداراز یوشمېر نورو ویناوالو هم په سوله راوستلوکې د ځوانانو اومدني ټولنو رول مهم وباله دوی ډاډ څرګند کړ چې د نهرسراج ولسوالۍ اړوند ځوانان او مدني فعالان به د سولې راوستلو په برخه کې جدي هلي ځلي کوي او د سولې له پروسې څخه به بشپړ ملاتړ کوي.  
ويناوالو په ټينګارسره د اوږد مهال اوربند او سولې بين الافغاني مذاکراتو غوښتنه وکړه دوی په جګړه کې د ښکېلو ځوانانو وغوښتل چي د جګړې څخه لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.