د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې او ولایت مقام تر منځ د همغږۍ غونډه

به اشتراک بگذارید

د روان کال عقرب په اته ویشتمه نېټه، د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې او دارالانشاء مشرتابه د ولایت مقام سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وکړه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي محمد خالقداد حقاني د سولې د روان بهیر او د سولې ولایتي کمیټې د تېرو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او د ولایت مقام له خوا یې د سولې ولایتي کمیټې سره د تر سره شویو همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې هم ترې د پوره همکارۍ هیله څرګنده کړه.
ورپسې د سولې ولایتي کمیټې مرستیال جنت خان منګل د سولې عالي شورا د نوې ستراتیژۍ په اړه معلومات شریک کړل او له والي څخه یې د قومونو د یووالي د راوستو په اړه د ځانګړې مرستې غوښتنه وکړه.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي بیا د سولې ولایتي کمېټې او دارالانشاء مشرتابه ته ښه راغلاست ووایه او د سولې راتګ په موخه یې د دوی هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د سولې د راتګ په موخه هر ډول همکارۍ ته تیار یم او له وسله والو مخالفینو سره به د مختلفو تماسونو او مذاکراتو له لارې د یوې باعزته سولې  د راتګ لپاره کار کوو.غونډه د سولې د راتګ په دعا پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.