د پروفیسر برهان الدین ربانی د شهادت د تلین په اړه په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ شو

به اشتراک بگذارید

دجهاد او مقاومت رهبر او د سولې شهید پروفیسر برهان الدین رباني د شهادت د تلین او د سولې او ملي یوالي د اونۍ په اړه د تلې په لومړۍ نیټه په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس کې چې د هیواد ملي، جهادي او فرهنګي څیرو، په افغانستان کې د اروپایی ټولنیې استازی مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګري استازي، د اسلامي هیوادونو د همکاري سازمان مرستیال او د تاجکستان، هندوستان، پاکستان، لبنان علمي او فرهنګي څیرو او د نورو هیوادونو سفیرانو او سیاسي نمایندګیو استازیو  ګډون درلود په کابل کې جور شو. تر هر څه د مخه  لومړی د پروفیسر برهان الدین رباني د لومړي تلین د کمیسیون  او د سولې او ملي یوالي  ریٔس  ښاغلي فاروق وردک خبرې وکړې او د دغه کنفرانس موخې یی ګډونکوونکو ته څرګندې کړې.

وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د خپلو ویناو په ترڅ کې وویل، چې استاد رباني د افغانستان په ټولو لوړو او ژورو بدلونونو کې په خپل وس سره د افغانستان جهاد او مقاومت مشري کړې وه او په دغه لاره کې یی بې سارې ناخوالې زغملي دي. هدارنګه د سولې عالي شورا ریٔس صلاح الدین رباني هم په خپل وار سره په خپلو ویناو کې وویل: شهید استاد د اسلامي ویښتیا ترنامه لاندې  کنفرانس کې چې په تهران کې جوړ شوی و، له ټولو نړیوالو څخه  وغوښتل چې له بنسټ پالو سره په کلکه او قاطعیت چلند وکړي. د هیواد جهادې څیره او دینی عالم پروفیسر عبدالرب رسول سیاف  د خپلو ویناو په ترڅ کې د سولې شهید د شخصبت په اړه وویل چې سوله په سوال او زارۍ  لاس ته نه راځې. ده له نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت څخه وغوښتل چې  په سیمه کې د سولې ، خبرو اترو او د سولې په ټینګښت کې کلکه پاملرنه وکړې. وروسته د عوامي نشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي د فقید استاد له جهادې کړنو څخه یادونه وکړه او د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه یی وغوښتل چې  په افغانستان کې د سولې او ډاډ منتیا ټینګښت لپاره  په اخلاص سره هڅې وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي مرستیال نیکولای هیس په خپلو ویناو کې د استاد له کړنو څخه د سولې په لاره کې ستاینه وکړه او د افغانستان له ګاوندیانو څخه یی وغوښتل چې په خپلو هیوادنوکې اوهم د افغانستان لپاره د سولې په اړه نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي. همدارنګه د اسلامي همکارویو سازمان د ریٔس مرستیال، میرزا شکور زاده  ، د لبنان هیواد د پوهنتون ریٔس شیخ ډاکتر عبدالناصر جبري ، د افغانستان د علماؤ د شورا ریٔس مولوي قیام الدین کشاف ، د افغانستان اسلامي جمهورت لوړ پوړی وزیر هدایت امین ارسلا،  د سولې عالي شورا د درارالانشاء ریٔس  محمد معصوم ستانکزی، د ولسې جرګې غړي سید اسحق ګیلانې ، دینی عالم ډاکتر ایاز نیازی، د ملګرو ملتونو پخوانې استازی ښاغلی کای آیده، د سولې عالي شورا مشاور محمد اسماعیل قاسمیار،  سر محقق عبدالله انس ،  د شمالي آیرلیند  د ګازو انیستیتوت  غړي ښاغلي جفرې اونادسن او اوردیسن ،  د سیاسی چارو شننونکې حلینا ملکیار ، په کابل کې د یو اس آی پی  د ادارې ریٔس شاه محمود میاخیل، حکمت کرزي او افراسیاب خټک هر یو په خبل وار سره د  شهید استاد برهان الدین رباني علمي او سیاسي لید لوري، شخصیت  او هم د ده د هڅو په هکله یی په افغانستان کې د سولې ټینګښت په اړه  ګډونکوونکو ته ویناوي وکړې.

 

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.