د ولس او دولت ګډه همکاري روانه جګړه پای ته رسولی شي

به اشتراک بگذارید

د ولس او دولت ګډه همکاري او په خپل وخت د خلکو غوښتنو ته رسیدګي روان ناورین او بې ثباتي پای ته رسولی شي، دغه څرګندونې  د لغمان د  سولې ولایتي کمیټې رئیس  د نیازیو د سرتاسری شورا له رئیس ”انجینیر عزیزالله نیازي” سره په ګډه ناسته کې وکړې.
یاده لیدنه چې د روان کال د لړم په ۲۴مه له غرمی وروسته ترسره شوه، لومړی  د نیازیو د سرتاسري شورا رئیس خبرې وکړې، وې ویل:
 ”د سولې عالي شورا هغه جوړښت دی چې په هېواد کې د تل پاتې سولې د منځته راتګ او روانې جګړې د پای ته رسولو په خاطر رامنځته شوې، هر افغان وګړی ترې د سولې تمه لري ”.
ورپسې د سولې ولایتي کمېټې رئیس د نیازیو د سرتاسري شورا له رئیس څخه مننه وکړه  زیاته یې کړه:په دې حساسو شرایطو کې د هېواد هر فرد ته په کار ده چې د اسلامي او ملي مسوولیت له مخې د سولې د مقدسې پروسې د بریا په برخه کې همکاري وکړي او د سولې د سفیرانو په حیث دنده سرته ورسوي. نوموړي سوله انفرادي نه، بلکې یوه ټولنیزه غوښتنه وبلله او په دې برخه کې یې د ولسونو مسئولیتونو ته هم اشاره وکړه چې د ولسونو پر مټ کولای شو چې په هېواد کې امن او ثبات قایم کړو.
پاتې دې نه وي چې په یاده لیدنه کې د سولې د ولایتي کمېټې مرستیال او غړو هم ګډون درلود.

 

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.