د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره د محمد عمر داوودزي لیدنه

به اشتراک بگذارید

د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سوارج سره لیدنه وکړه.

ج

په دې کتنه کې دواړه لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو په پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې خبرې کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیره په یاده لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کړې او په عین وخت کې یی وویل، هند د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره خپل مرستو ته دوام ورکوي. هغې زیاته کړه هند د افغانستان د حکومت او ملت ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې او ارامښت لپاره هیڅ راز هڅه نه سپموي. آغلې سوارج د افغانستان د سولې لپاره د روانو هلوځلو او د سولې مشورتي لويې جرګې له پایلو څخه ملاتړ وکړ.
دغې هندۍ وزیرې افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې هند به په راتلونکې کې به هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزي د هند د بهرنیو چارو د وزیرې د څرګندونو له اورېدلو وروسته، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د مرستو مننه وکړه او وې ویل، له هر هغه اقدام او هڅو څخه چې په افغانستان کې د دایمی سولې د ټینګښت لامل شي، ملاتړ کوو او افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
محمد عمر داودزي زیاته کړه د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په رهبري او مالکيت ترسره کېږي او په دغې پروسه کې د نړۍ هېوادونه د اسانوونکو رول لوبوي.

Comments are closed.