د هلمند ادبي بهیر غونډه سولي ته ځانګړي شوه

به اشتراک بگذارید

د هلمند ادبي بهیر د ۱۳۹۱ لمریز کال لومړني ادبي غونډه سولي ته ځانګړي شوه. هلمند ادبي بهیر د اوونیزو غونډو تر څنګ د هر کال په لومړیو ورځو کي یو پراخه مشاعره جوړوي چي په ۱۳۹۱ لمریز کال کي د هلمند ولایت د سولي ولایتي کمیټي د دارالانشاء د دفتر مسئول انجینیر محمد داوود فرهنګ او دهمدي دفتر د تبلیغاتو څانګي مسئول سید محمد حیرت لخوا دغه مشاعره سږ کال د سولي په نوم ونومول شوه .

د سولي په نوم په جوړه شوي مشاعري کي د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د لیکوالانو تر څنګ د هلمند ولایت د بیلابیلو ولسوالیو شاعرانو هم ګډون کړي وو دغه مشاعره د کلام الله مجید په تلاوت سره پیل شوه ورپسي شاعر او لیکوال مولوي عبدالهادي عمري د نبوي دربار د پیاوړي شاعر احسان بن ثابت د شعر پښتو ژباړه د غونډي برخوالو ته وړاندي کړه چي پکښي  انساني سلوک ، سوله او ورورولي ستایل شوي وو همدارنګه د سولي ولایتي دارالانشاء د تبلیغاتوڅانګي  مسئول حیرت پر شاعرانو ږغ وکړ چي همیشه په خپلو شعرونو کي د سولي ارزښتونه راونغاړي او د پیغام په دول یي ټولني ته وړاندي کړي وروسته بیلابیلو شاعرانو خپل شعرونه واورول چي ټولو شاعرانو خپل شعرونه سولي ته ځانګړي کړي وه د غونډي په وروستي برخه کي د غونډي پریکړه لیک ولوستل شو چي په پریکړه لیک کي ذکر شوي وه چي ادبي بهیر به په هرو دوو میاشتو کي به یوه غونډه د سولي تر عنوان لاندي جوړوي .
غونډه په دعائیه وینا پاي ته ورسیده .

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.