د نرخ ولسوالۍ ولسونو د سولې پروسې نه خپل ملاتړ اعلان کړ

به اشتراک بگذارید

۹ چنګاښ ۱۳۹۷

د روان ۱۳۹۷کال د چنګاښ میاشتې په ۹مه نېټه د میدان وردګو ولایت د سولې لایتي کمېټې د نرخ ولسوالۍ ولسونو سره د  سولې لپاره د کمپاین په موخه (سوله د ولس غوښتنه) تر عنوان لاندې د یادې ولسوالۍ د غونډې په تالار کې ناسته درلوده، چې پکې د دې ولسوالۍ ولسوال، نظامي او ملکي منسوبینو، قومي او جهادي مشرانو، علمای کرامو، مدني فعالانو، او زده کوونکو ګډون کړې وه.
غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، د ملي سرود تر اورېدو وروسته د سولې ولایتي کمېټې د دارالانشا مسؤل محمد اسحق دقیق پرانېستونکې وینا وکړه وې ویل: د سولې ملکیت د افغانانو سره ده، تېر درې ورځینې اوربند ثابته کړه چې د اوربند لومړۍ مرحله د سولې او مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره حیاتي چانس وه، دواړو لورو وښوده چې د سولې تږي دي، بدون د کوم ضمانته یو بل ته تر ور غاړې وتل او عامو ولسونو ورته اوښکې تویولې، دقیق زیاته کړه، جنګ تباهي، بربادي، او مصیبوتونه منځ ته راوړي خو سوله بیا، د یووالی، مینې، آرامۍ او پرمختګ سبب کیږي.
ورپسې د سولې ولایتي کمېټې مرستیال محمد حسین بصیر خبرې وکړې وې ویل: د سولې شورا کاملآ بې طرف آدرس ده چې د یو منځګړي په توګه هېواد کې د یوې تل پاتې سولې او روښانه راتلونکي په موخه هلې ځلې کوي، بصیر د سولې شورا دنده د img wardak ulema youth elders civil campaign saratan 9 2ټولنې د وګړو متحد او نژدې کېدل وبلل. هغه زیاته کړه، سولې سره یو ځای کېدل د تسلمېدو په معنی ندي، له وسله والو طالبانو یې غوښتنه وکړه څو سولې سره په یو ځای کېدو د هېواد راتلونکی تضمین کړي.
غونډې ته د میدان وردګو ولایت د علماو شورا رئیس او د سولې ولایتي کمېټې غړي مولوي عزیزالرحمن صدیقي په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د سولې په موجودیت او اړتیا خبرې وکړې وې ویل: سوله د جګړې او مصیبتونو نه بهتره ده، جنګ بدبختي او دوښمني زېږوي، نو، موجوده حالت کې  سولې او آرامۍ ته ډیره اړتیا ده، د سولې او آرامۍ  د آواز اوچتول زمونږ د زمانې سترضرورت بلل کیږي، صدیقي وویل: زمونږ ټول خلک سوله غواړي، چې دا موضوع په باخبرو شخصیتونو ، قومی مشرانو ، علما کرامو او ویښو ځوانانو پورې اړه لري تر څو د سولې، مینې، یووالي او ورورګلوۍ  لپاره نه ستړې کېدونکې هلی ځلی وکړي، څو دا مظلوم او کړیدلی ولس نور په یوه سولییزه او د امن په فضا کي ژوند وکړي.
غونډه کې قومي مشر حاجي خانجان او د مدني تولنو په استازیتوب سیف الرحمن ستانکزي خبرې وکړې، وې ویل: سوله او ثبات د ټولو افغانانو باالخصوص د ځوانانو او مشرانو دنده او مسؤلیت ده، دوی په خپلو خبرو کې د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته چتموالی وښود او دا یې پر ځان فرض وګڼله چې خپل ولس او خلکو ته د یو هوسا ژوند برابرولو په خاطر به د سولې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته حاضر وي.
د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې هیله بښونکې او د قدر وړ وبللې، دوی په راتلونکي کې د ولس سره د دا ډول ناستو په برابرولو ټینګار وکړ او د غوښتنه یې وکړه چې دې لړۍ ته د ټول هېواد په سطحه ادامه ورکړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.