د ناروې هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني سره وکتل

به اشتراک بگذارید

د ناروې هېواد د بهرنيو چارو وزارت  مرستيال ښاغلي Tore Hattrem  د روان ۱۳۹۵ کال د وري په ۱۶مه نېټه د سولې عالي شورا رئيس فضیلتمآب پير سيد احمدګيلاني ته د سولې عالي شورا د رئيس په  توګه دټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وويله.
په دې کتنه کې د ناروې هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، ورسره راغلي پلاوي او د سولې img kabul hpc head meeting with foreign ministerof norway hamal 16 1عالي شورا د رئيس فضیلتمآب پير سيداحمد ګيلاني ترمنځ د نظر تبادله او په هېواد کې په ځينو سياسي، امنيتي او افغان سولې په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.
د ناروې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سولې پروسې څخه د خپل متبوع هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ او د سولې عالي شورا رئیس ته یې پدې برخه کې د لازمو مرستو ډاډ ورکړ.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.