د مڼې ګل کلنۍ مشاعرې پیغام سوله او یووالی ده

به اشتراک بگذارید

د روان ۱۳۹۷کال د غویي میاشتې په ۲۳مه نېټه د میدان وردګو ولایت د غازي کریم خان د غونډو په تالار کې د ولایت د والي ډاکتر شاه جهان نوري، د سولې عالي شورا غړي محمدموسی هوتک، د سولې ولایتي کمېټې غړو، ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امرخیل سربیره سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو، ادب مینه والو، دولتي مسؤلینو، عامو ولسونو او ځوانانو په ګډون د مڼې ګل اوولسمه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
مشاعره کې د ملي سرود تر اورېدو وروسته د اطلاعاتو کلتور رئیس اورنګ مختار لخوا د اطلاعاتو کلتور سرپرست وزیر پوهاند محمدرسول باوري پیغام ولوستل شو، ورپسې د میدان وردګ ولایت والي ډاکترشاه جهان نوري جوړې شوې مشاعرې ته خبرې وکړې وې ویل: مشاعرې، فرهنګي او ادبي غونډې د زیات ارزښت څخه برخمنې دي، شاعر او لیکوال کولای شي د ټولنې ستونزو او ناخوالو ته د شعر په ژبه په ښه توګه انعکاس ورکړي، دوی د ټولنې په ذهني رغونه کې مهم او رغنده رول لري، هڅه وشي تر څو داسې شعرونه او مقالې ولیکل شي چې په لوستلو او اورېدلو یې په ټولنه کې د سولې، یووالي او ورورګلوۍ تخم وکرل شي، نوموړي سوله د ټولو افغانانو ضرورت وبلله چې ذهني رغونه او فکري ثبات کولای شي یوې تل پاتې سولې ته لار هواره کړي چې دا کار شاعران او لیکوالان چې د ټولنې سترګې دي کولای شي، که دوی خپل قلم د سولې، یووالي او هېوادنۍ مینې لپاره وکاروي نو لرې نده چې هغو هیلې او ارمان ته چې کلونه انتظار مو کړی چې هغه یوه تل پاتې سوله ده ورسیږو.  
په مشاعره  کې راغلو شاعرانو د مڼې ګل مشاعرې په ویاړ په زړه پورې سولیه ییز شعرونه ولوستل چې د ګډونوالو لخوا په ګرمو چکچکو بدرګه شول، مشاعرې ته راغلو شاعرانو په خپلو شعرونو کې په جګړه کې له ښکېلو اړخونو څخه د سولې او ورورولۍ غوښتنه درلوده.
اوولسمه مڼې ګل مشاعره په خوښیو او د ورورۍ په فضا کې تېره شوه، چې ددې ولایت او د هېواد د بیلابیلو سیمو نه راغلو شاعرانو د تل په څېر د وطنپالنې او سوله غوښتنې دریځ څرګند کړ.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.