د لویې پکتیا د قومي مشرانو لخوا د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې غوښتنې په تړاو غونډه تر سره شوه

به اشتراک بگذارید

۶ سرطان ۱۳۹۷

په دې غونډه کې چې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر څخه راغلو سلګونو تنو قومي مشرانو ګډون کړی و، د دې پرتمینې او ولسي غونډې له لارې د لویې پکتیا ولسونه له حکومت او طالبانو څخه د اوربند او سولې غوښتنه کوله.
 د غونډې پیل د قاري عنایت الله لخوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره وشو. د ښه راغلاست وینا قومي مشر آغاګل احمدزی واوروله، نوموړي له خوست، لوګر، پکتیکا او پکتیا د لرو پرتو سیمو څخه راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی له ګډون نه مننه وکړه، نوموړی وايي په دواړو ښکیلو غاړو حکومت او طالبانو کې زموږ او ستاسې ورور او زوی وژل کیږي، د دې وژنې د مخه نیولو لپاره یوې باعزته سولې ته اړتیا ده، پس دې ارمان ته د رسیدو لپاره له دواړو غاړو څخه د اوربند غوښتنه کوو، چې مذاکراتو ته لاره هواره شي.
د قومي مشر اسلام الدین منګل له خوا د لویې پکتیا د قومونو غوښتنلیک چې پکې له طالبانو او حکومت څخه پکې د اوربند د پیلیدو غوښتنه شوې ده، چې په دې اوربند کې د اسلامي ارشاداتو او ملي ارزښتونو په بنا مذاکرات وشي او نور په سوله کې ژوند img paktia tribal elders ceasefire saratan 6 2وکړو.
د پکتیا څخه قومي مشر حاجي خواني جهاني وايي، د اوسنیو ستونزو ته د حل لاره لټول زموږ د مشرانو حق جوړیږي، همدارنګه له خوست ولایت قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ بیا وایي د خوښۍ احساس کوم چې د خپلو تاریخي عنعناتو په رڼا کې نن بیا د دوو ښکیلو غاړو تر منځ د سولې غږ پورته کوو او د یوه درېیم ګړي رول ادا کو.
 ډاکټر یارباز منګل د اسلام له نظره د سولي په ښیګڼو او د جنګ په بد ګڼو وغږید او سولې ته د رسیدو لپاره یې د قومي مشرانو رول خورا اړین یاد کړ.
له لوګر څخه د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي سلیم جان نعیم زوی هم د دې غونډې پر اهمیت خبرې وکړې او د سولې د راتګ لپاره یې له قومي مشرانو څخه د هراړخیزو همکاریو او هلو ځلو غوښتنه وکړه.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.