د لغمان ولسونو د اسلامی حزب او دولت ترمنځ د شوي هوکړه لیک ملاتړ وکړ

به اشتراک بگذارید

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د هڅو  په پایله کې د دغه ولایت په سولې ولسوالۍ قرغیو کې د سولې نړیوالې ورځې په ویاړ د جوړې شوې غونډې سلګونوبرخوالو، مخورو مشرانو، دیني علماوو، روڼ اندو، میرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو په یو غږ د  افغانستان اسلامي جمهوریت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د وروستي هوکړه لیک د لاسلیکیدو ملاتړ و کړ.
ولسونو ددغې غونډې له لارې دملي یووالې حکومت د مشرتابه او سولې عالي شورا رئیس فضیلتمآب پير سید احمد ګیلانې هڅې د ستاینې وړ وبللې او پر ټولو وسلوالو مخالفینو یې غږ وکړ چې د حزب اسلامي د سولې لاره تعقیب کړي او د سولې له روان بهیر سره پر یوځای کیدو له جګړو لاس واخلي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم د دغې تاریخي توافقنامې د لاسلیک ملاتړ او هر کلی وکړ او دا يې په هېواد کې دتل پاتې سولې دتېنګښت لپاره یو ملي ګام یاد کړ.    
ښآغلي نعیمي د هېواد په ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د شوې توافقنامې ملاتړ وکړي او په ملي کچه یووالي او تل پاتې سولې د ټېنګښت لپاره هڅې وکړي.     
د لغمان د سولې ولایتي کمېټې مسؤل حاجي محمد د ولایتي شورا غړي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي او د قرغیو ولسوالۍ د علماؤ شورا مشر مولوی نعمت الله، دقرغیو ولسوالۍ د مشرانو په استازیتوب حاجي شامرد خان، د لغمان ښځو چارو رئیسې، د ځوانانو مشر زاهدالله موسی زی او حنیف الله غمخور هم خبرې وکړي، سوله يې د افغان ولس تر ټولو مهمه اړتیا وګڼله، او له ولسونو يې وغوښتل چې img laghman support peace with hezb islami mezan 4 1د سولې د روانې پروسې، دپياوړتیا، چټکتیا او بریا په برخه کې خپله بشپړه همکاري وکړي، دوی همدا راز په نړیواله ټولنه هم غږ وکړ چې د افغان سولې بهیر په بریالیتوب کې د افغان حکومت او سولې عالي شورا سره  خپله هر اړخیزه  مرسته  وکړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.