د لغمان ولایت د الینګار ولسوالي د ځوانانو، مدني ټولنو او زده کوونکو د سولې څخه د ملاتړ لپاره غونډه وکړه

به اشتراک بگذارید

۷/۴/۱۳۹۷

د روان کال د سرطان میاشتې په اوومه نېټه د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمیټې لخوا د الینګار ولسوالي له میشته ځوانانو، مدني ټولنو له غړو او زده کوونکو سره د سولې د ټینګښت په تړاو د سولې کمپاین په غونډه کې، چې زیات شمیر ځوانانو پکې ګډون کړی وو، د سولې پیغام په لیږد، د سولې په ارزښت او اړونده مسائلو بحث تر سره شو.
په دې غونډه کې د لغمان د سولې کمیټې مرستیال، د دارلانشاء رئیس او کارکوونکو، د الینګار ولسوالي ولسوال، د سیمې میشته ځوانانو، مدني فعالانو، زده کوونکو او خبریالانو ګډون کړی وو.
یاده غونډه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او د ښه راغلاست وینا د یاد ولایت د خپواکو ژورنالستانو د رییس له خوا وشوه. نوموړي د یادې ولسوالي له ځوانانو، مدني بنسټونو له غړو او زده کوونکو ته د هر کلي ترڅنګ د دوی له دې پراخه ګډون نه مننه وکړه او دغه شان حرکتونه یې د ولسونو لخوا د دایمي سولې د راتګ په موخه ضروري او اړین یاد کړل.
ګډونوالو په خپلو خبر کې له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې د مرکزی حکومت سره دی مذاکرات پیل کړي او روان ناورین ته دې د پای ټکی کیږدي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.