د لغمان علماوو په هیواد کې روانه جګړه ناروا وبلله

به اشتراک بگذارید

د لغمان د علماوو سرتاسر ي شورا  په هېواد  کې روانه جګړه پردۍ او ناروا وبلله، ټولې تروریستي کړنې، د بې ګناه خلکو وژل، ماین اېښودل، د ټولګټو پروژو تخریبول یې په سختو ټکو وغندل.
د لغمان علماوو د روان کال د ثور په ۱۴مه نیټه جوړه شوې غونډه کې په یو غږ له وسلوالو مخالفینو  غوښتنه وکړه چې د نورو په اشاره روانې ناروا  وژونکې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او د سولې له پروسې سره پر یو ځای کیدو په هېواد جوړونه کې رغنده ونډه واخلي، دیني علماوو له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې په رښتیني او صادقانه توګه  د افغانستان سولې په ټېنګښت کې اساسي رول ترسره کړي او د روانو جګړو په پای ته رسولو کې د افغان حکومت سره اوږه پر اوږه ودریږي.
همدا راز د علماوو سرتاسري شورا له کروندګرو  وغوښتل چې د کوکنارو ناروا کرکیله پریږدي او پرځای یې حلال کښتونه وکري.
په غونډه کې د لغمان والي هم وينا وکړه، د علماوو دسرتاسرې شورا فعالیتونه یې وستایل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې روانه جګړه زموږ د وروسته پاتې والي، بې اتفاقۍ، وژلو لپاره پلان شوې ده، د دې شومې جګړې په مخنیوي کې يې دټولنې د فرد، فرد تر څنګ د دیني علماوو او مخورو قومي مشرانو رسالت تر نورو اړین یاد کړ.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.