د قومي او جهادي مشرانو او د ولايتي شوراګانو استازو سره د سولې ملي کنفرانس پريکړه ليک

به اشتراک بگذارید

بسم الله الرحمن الرحيم

د سولې اړوند د قومي او جهادي مشرانو او د ولايتي شوراګانو استازو ملي مشورتي غونډه د سولې عالي شورا په مشرۍ د روان کال د کب د میاشتې په لومړۍ او دویمه نیټه په کابل کې ترسره شوه. په یاده غونډه کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۸۰۰ تنو قومي او جهادي مشرانو او ولایتي شوراګانو استازو ګډون کړی و، ترڅو په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو په اړه په ګډه خپل غږ اوچت کړي. د غونډې ګډونوالو د دوه ورځو هر اړخیزو بحثونو او نظریاتو د تبادلې څخه وروسته د سولې او ثبات او دغه راز د ملي اجماع د لاټینګښت په اړه لاندې پریکړه لیک صادر کړ.   
زموږ تاریخ ثابته کړې ده چې د قومونو او ولسونو په قوت  تل دا خاوره ساتل شوې ده او افغان ولس تل د خپل مجاهدت او عقیدې پر مټ د خپل ګران هیواد افغانستان ثبات ټینګ کړی دی.  اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې په ولسي او قومي قوت د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړو او عملاً د سولې په پلي کولو کې برخه واخلو.  د افغانستان قومي او ملي جوړښتونو او زمونږ ملي عنعناتو ته په کتو سره قومي او جهادي مشران او په ولایتي شوراګانو کې د خلکو منتخب استازي کولای شي د جګړې د ښکیلو غاړو تر منځ د سولې او روغې جوړې د ذهنیت د رامنځته کولو لپاره مؤثر رول ولوبوي.

۱. موږ قومي او جهادي مشران په هیواد کې نا روا جګړه د سیمې د استخباراتو په ګټه بولو او پر دې باور لرو چې تاوان او بیه یې د افغانستان مظلوم او کړیدلی ولس پریکوی. په دې اساس د طالبانو پر رهبرۍ غږ کوو چې د ولس ارمان ته لبیک ووایي او د سولې مستقیمو او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
۲. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له رهبرۍ څخه هیله لرو تر څو د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا، سولې او امنیت د ټینکښت په خاطر ملي امنیتي ځواکونو ته خاصه پاملرنه وکړي او ملي وسلوال ځواکونه له هر ډول سیاسي لاسوهنې څخه وژغوري.
۳. څرنګه چې په وروستیو دوه میاشتو کې د سولې عالي شورا په مشرۍ په مختلفو لویو غونډو کې د هیواد نامتو دیني عالمانو او د مدني ټولنو غړو، ښځو او ځوانانو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سولییز دریځ څخه په کلکه ملاتړ وکړ، موږ قومي او جهادي مشران او په ولایتي شوراګانو کې د ولس استازي په خپل وار د  سولي عالي شورا او دولت له سولییزو هڅو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلانوو.
۴. له حزب اسلامي سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې هوکړه لیک امضاء کیدل د افغان دولت د سولې پر صادقانه نیت دلالت کوي، طالبان دې هم د حزب اسلامي پر قدم، ګام کیږدي او د جګړې، انتحار او انفجار پر ځای دې د بین الافغاني او مستقیمو مذاکراتو له لارې خپلې معقولې او مشروع غوښتنې لاسته رواړي.
۵. دا چې د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو د شروع کیدلو لپاره هیڅ ډول شرط ندی ایښی، له طالبانو څخه په کلکه غواړو چې خپل استقلالیت ثابت او د پردیو له مداخلې پرته له خپل ولس سره کیني، جګړې او ورور وژنې ته د پای ټکی کیږدي او ځکه افغان وژنه،  انفجار او انتحار، د قومي مشرانو، سپین ږیزو ځوانانو او په ټولیزه توګه د مسلمانو و په شهادت رسول او د نا امنیو رامنځته کول د طالبانو پر وړاندې د ولس حساسیت نور هم ډیروي.
۶. په داسې حال کې چې افغانستان له یو حساس او تاریخي پړاو څخه تیریږي او د هیواد خلک په ټولیزه توګه اجتماعي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي، موږ د دې غونډې ګډونوال له ټولو سیاسي ډلو او په جګړه کې د ښکیلو خواوو څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د اسلامي ورورګلوۍ، ملي یووالي او د هیوادنیو ملي ګټو په پام کې نیولو سره له اختلافاتو څخه لاس واخلي او په هیواد کې واقعي امنیت او ثبات د رامنځته کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي.
۷. موږ، د غونډې ګډونوال ژمنه کوو چې د جګړې، شخړو او وینې تویدنې د پاي ته رسولو په برخه کې په پوره اخلاص او صداقت سره منځګړیتوب وکړو، د کلیو، بانډو، ولسوالیو او ولایتونو په کچه خلک زغم، صبر، حوصلې، د جګړې پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت لپاره زیار او کوښښ ته وهڅوو او د مینې او محبت د فضا په رامنځته کولو کې مرسته او همکاري وکړو.
۸. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مشرتابه څخه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو د جګړې د اوږدیدو پر عواملو، بي عدالتيو، سیاسي او اقتصادي ناانډولتیا، قومي او قبیلوي تربګنیو، بیوزلۍ، اداري او اخلاقي فساد، د خدماتو د نه شتون، په دولتي ادارو کې پر تبعیضي او توپیري چلند او نورو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي. مونږ د اصلاحاتو د روان بهير څخه ملاتړ کوو او غوښتنه کوو چې د اصلاحاتو او د قانون د حاکمیت تطبیق په جدي توګه تعقیب شي.
۹. حکومت باید د قومي او ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او جهادی او قومي مشرانو د حمایت د راجلبولو لپاره کار وکړي ترڅو دوی وکولای شي د روانې جګړې چې هیڅ افغاني او اسلامي صبغه نلري د ختمولو او په سمیه ییزه کچه د امنیت او ثبات د تأمین لپاره کار وکړي.
۱۰. له طالبانو څخه مو غوښتنه دا ده چې نور د جګړې په دوام سره بهرنیانو او د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو ته زموږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره نکړي او دغه راز هڅه وکړي چې د سولې او پخلاینې له لارې له هغو نړیوالو تروریستي او مافیايي کړیو څخه چې زموږ د هیواد بربادۍ او تباهۍ ته یې ملاتړلې ده، خپل صفونه جلا کړي او خپلو افغان وروڼو سره د رغنده خبرو اترو له لارې خپل اهداف په سوله ییز ډول تعقیب کړي.
۱۱. تاریخ ثابته کړې ده چې افغان غیور قوم د پردیو د مداخلو په مقابل کې تل په پوره متانت سره ودریدلی او بیا هم کولای شي چې د خپل هیواد څخه د هر ډول تیري په وړاندې دفاع وکړي،نوله همدې کبله په ټولو ګاونډیو غږ کوو چې د ښه ګاونډیتوب د اصل پر اساس خپلې ګټې په یو سولییز افغانستان کې ولټوي باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې جګړه او نا ارامي د سیمې د هیوادنو په ګټه نده، همدارنګه مغرضانه لاسوهنه د هیوادونو تر منځ د اعتماد فضا له منځه وړي.
۱۲. له نړیوالې ټولنې څخه هیله کوو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولییزو، پرمختیایي او سیاسي هڅو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
۱۳. اسلامي هیوادونه او نړیوال اسلامي او دیني معتبر بنسټونه باید د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت له سولییزو هڅو څخه کلک ملاتړ وکړي او پرینږدي چې افغان ولس تر دې زیات د سیمې د استخباراتو، د نړیوالو تروریستي ګروپونو او مافیایي ډلو د موخو ښکار شي.
۱۴. د سولې د ټینګښت او دغه راز د سولې د موافقتنامو په پلي کولو کې د قومونو، قومي او ولایتي شوراګانو او جهادي قوماندانانو رول خورا مهم دی، حکومت دې په سیمه ییزه کچه داسې یو میکانیز جوړ کړي ترڅو د کورنیو او کلیو په کچه د سولې اړوند پروګرامونه په سمه توکه تطبیق شي.

موږ د افغانستان د منتخب دولت چې د ولس په رایو راغلی او د هیواد  له  ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي ملاتړ کوو او د لوي جهاد څخه چې سوله ده هم ملاتړ کوو او غواړو چې عملاً پکې کار وکړو. په دې برخه کې د سولې پر عالي شورا غږ کوو ترڅو د سولې کار له کلیو او بانډو څخه پیل کړي.
سوله د دې تر څنګ چې الهي امر او نبوي سنت دی، د ولسونو او پرګنو د زړه غږ او د روانو شرایطو اړینه غوښتنه هم ده، پر همدې اساس مونږ قومي متنفذین، جهادي او ملي مشران د سولې عالي شورا له کړنو څخه په کلکه ملاتړ کوو او په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت په موخه هر راز مرسته ته چمتو یو.

و من الله التوفیق

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.