د غزنی ولایت د توحید آباد سیمې ولسونو د سولې پروسې نه خپل ملاتړ اعلان کړ

به اشتراک بگذارید

د روان ۱۳۹۷کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه نېټه د غزنی ولایت د سولې ولایتي کمېټې د یاد ولایت د توحید آباد سیمې له اوسیدونکو سره د  سولې لپاره د کمپاین په موخه غونډه وکړه چې پکې د سیمې مدني فعالانو، او زده کوونکو ګډون کړې وه.
په غونډه کې لومړی د سولې ولایتي کمېټې غړی حاجی شاه محمد (امیری) د وینا پر مهال د غزنی ولایت په میشتو قومونو غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې اوچت ګامونه واخلي او د پردیو د لاس اله ځان مه جوړوی، غزنی زمونږ او ستاسوګډ کور ده ګټي او تاوانونه مو سره شریک دي.
د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې هیله بښونکې او د قدر وړ وبللې، دوی په راتلونکي کې د ولس سره د دا ډول ناستو په برابرولو ټینګار وکړ او د غوښتنه یې وکړه چې دې لړۍ ته د ټول هېواد په سطحه ادامه ورکړي.     

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.