د شرقي تيمور پخواني ولسمشر د سولې عالي شورا له رئيس سره وکتل

به اشتراک بگذارید

د شرقي تېمور هېواد پخواني ولسمشر او برحال د پلان او ستراتیژی وزیر ښاغلي  Kay Rala Xanana Gusmao، چې د جي اوه کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی وه، د روان ۱۳۹۵ کال د وري ( حمل) په پينځمه نېټه یي د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني سره وکتل.
د شرقي تیمور هیواد پخواني ولسمشر د سولې عالي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت فضیلتمآب پير سيد احمدګيلاني ته مبارکي وويله او ترڅنګ يي په ځينو سياسي چارو د نظر تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې د سولې عالي شورا رئیس په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګولو په لار کې خپل کلک هوډ څرګند کړ او وویل چې د سولې عالي شورا به په ټول وس سره کوښښ وکړي img sharqi head hpc head meeting hamal 5 1تر څو د افغانانو دغه هیله تر سره کړي او هیواد د جګړې له تور پړاو څخه د سولې او ښیرازې ساحل ته ورسوی، نوموړي د سولې په ټینګښت کې د نړۍ والی ټولنې رول مهم وباله او هیله یي څرګنده کړه چې د سیمی او نړۍ هیوادونه باید د افغانستان له ولس سره پدې لاره کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.