د سیاسي ګوندونو له استازو سره د سولې عالي شورا مشورتي غونډه

به اشتراک بگذارید

نن د روان کال د لړم په ۲۴ مه نیټه د سولې عالي شورا مشرتابه په هیواد کې سولې ته د رسیدو پر لارو چارو د بحث لپاره له یو شمیر سیاسي ګوندونو سره د کنفرانسونو په خونه کې مشورتي ناسته درلوده.
ناسته چې د سولې عالي شورا مرستیالان، د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه پلاوي یو شمیر غړو هم ګډون پکې درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد پرانستې وینا وکړه، وې ویل:  خوشاله یو چې په هیواد کې سولې ته د رسیدو پر لارو چارو د بحث لپاره ولس له مختلفو پرګنو سره د مشورو په لړ کې له تاسو سره غونډه لرو، پدې کې شک نشته چې افغانان ټول سوله غواړي، خو سولې ته د رسیدو د لارو چارو په برخه کې لا تر اوسه هم مختلف نظریات شته، مونږ هڅه کوو د سولې د ټینګښت لپاره دا متعددې طریقې سره یو کړو او په ګډه وسله وال مخالفین د خبرو اترو میز img kabul hpc officials peace political parties aqrab 24 2ته حاضر کړو او بالآخره سوله ټینګه کړو.
بیا د دارالانشاء مشر مرستیال فرهاد الله فرهاد لنډې خبرې وکړې د سولې عالي شورا د ښاغلي رئیس او د سولې پروسې د دارالانشاء د رئیس د نه ګډون له لامله یې له ګډونوالو معذرت وغوښت او وې ویل چې هغوی دواړو د خاصو او عاجلو بوختیاوو له لامله ونه شوی کړی غونډې ته حاضر شي، او دسولې بهیر د وروستيو لاسته راوړنو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته مختصر معلومات ورکړل.
وروسته د آزاد بحث وار شو چې د مختلفو ګوندونو مشرانو، لکه ستانه ګل شیزاد د افغان ملت، سردار محمد روش د حق او عدالت، عبدالجبار تقوا د والیانو د انجمن، عبدالرشید ایوبي د عدالت ګوند، سید عبدالکریم هاشمی د جمعیت اسلامي د انسجام شورا، زمان الدین نجات د روند نوین، عبدالستار امیري د اقتدار ملي، محمد یاسین حبیب د بیداری ملی فلاح افغانستان، استاذ خالد د متحد افغانستان، مرتضی نیکزاد د حرکت اسلامي ازاد افغانستان، محمد هاشم اصلاحی د حراست اسلامي، عبدالحنان اریا img kabul hpc officials peace political parties aqrab 24 3منش د افغانستان واحد، شیر الله جبارخیل د ملي وطن ګوند، داکتر  سعادت د حزب ملت او مولوي مختار مفلح د نهضت اسلامي ګوند په استازولۍ هر یوه په خپل وار د سولې پروسې د لاپیاوړتیا لپاره خپل وړاندیزونه او اعتراضونه بیان کړل.
د ناستې په وروستیو کې د سولې عالي شورا مرستیال محمد نادر نعیم هم د سولې د لارو چارو اړوند لنډې خبرې وکړې، بیا د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي څرګندونې درلودې او بالآخره د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د ناستې له جمع بندۍ سره د سیاسي ګوندونو د مشرانو د وړاندیزونو او نیوکو اړوند لازم توضیحات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د مشورو دا لړۍ به دوام مومي او ټول به په ګډه د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره مخ په وړاندې درومو او د واحد ولس په توګه به دا ناروا تپل شوې جګړه دروو.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.