د سولې کمپاین ترنامه لانډی غونډه وشوه

به اشتراک بگذارید

۶ سرطان ۱۳۹۷

د کنړ ولایت دخاص کنړ ولسوالۍ کی  د سولې کمپاین ترنامه لاندې غونډه وشوه دغې غونډې ته د خاص کنړ ولسوالۍ قومي مشران، علما او جهادی قوماندانان راغوښتل شوي و. غونډه د قاري فضل الله لخوا د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه ورپسی ملی سرود وړاندی شو او ولسوال میلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ دعلماو شورا وروستۍ فتواء څځه خپل ملاتړڅرګند کړ او د سولې بهیر پرمختګ په لارکې د هر راز قربانۍ ډاد ورکړ.
دسولې کمیټې رئیس د سولې پر روان بهیر رڼا واچوله د هیواد د ولسمشر دهڅو یادونه یی وکړه چې د سولې په اړه یی سرته رسولی ملی او نړیوال کنفرانسونه یی ترتیب کړي او د نړیوالی اجماع لپاره یی نه ستړی کیدونکی هڅې کړی د اندونیزیا کنفرانس، دعلماو فتواء او دحرمین شریفین دامام عبدالرحمن السدیس د جمعی د تاریخی خطبی یادونه وشوه چې د سولې لپاره سترې لاسته راوړني دي. نوموړي هرافغان د سولې لپاره یو داعی یاد کړاو د سولې د تامین لپاره هڅې د هرمسلمان افغان ایمانی او وجدانی دنده وبلله او پرطالبانو یی هم غږ وکړ چې د جنګ او ورور وژنی پرځای دې د تفاهم لاره ونیسی. ده له خلکو وغوښتل چې د سولې پیغام لپاره بشپړ همکاري وکړي.
img kunar khas tribal jehadi elders camp saratan 6 2دحج ارشاد اوقافو رئیس غونډې ته ووییل د سولې غږ له ډیر وخت راهیسی د مسلمان ولس په ستونی خپ پاتې شوي خو اوس حالات بدل شوي خلک نور د جنګ او د جنګ د عاملینو ستړی شوي. ولس سوله غواړي نړیوال د سولی ملاتړ کوي اسلامی نړۍ د سولې خواست کوي دکعبی د امام غوښتنه د اسلامی امت په استازیتوب د سولې غوښتنی غږ دی د طالبانو په مشرتابه یی غږ وکړ چی نور د جنګ او ورور وژنی پرځای د مظلوم ولس اوښکی د مهر، مینی او عاظفی په دستمال پاکی کړي
ورپسی قومی مشراستاد محمد رحیم وویل ولس سوله غواړی او له خلګو یی وغوښتل چې د سولې لپاره بشپړ مرسته وکړي.
د ولایتی شورا رئیس هم په خپلو خبرو کې د سولې پرتامین ټینګار وکړ او له حکومته یی مننه وکړه چی اوربند یی لومړی اعلان کړ. ده پرمخالفینو هم غږ وکړ چی نور د مرګونو لار پریږدی.
دعلماو شورا رئیس پخپلو خبرو کی پرمخالفینو غږ وکړ چې خبرې دی د افغانانو سره وکړي او که افغانان یو شول نو سوله به حتمی رازی.
دخاص کونړ ولسوالۍ دعلماو شورا رئیس مولوی ګل رحمن دسولی اهمیت او ضرورت پرنصوصو ثابت کړ چی الله فرمایی سوله کی خیر دی ـــ سوله کی دټولو مخلوقاتو خیر دی او درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه اقوال چی ترلمانځه او روژی غوره عمل صلح بین الناس دی ـــــ او ددووو کسانو ترمنځ سوله د(۴۰) کالو دعبادت برابره ده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.