د سولې په ټینګښت کې د ښځو ونډه

به اشتراک بگذارید

د روان کال د قوس میاشتې په ۲۳ مه نېټه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې، د اي پي ډي موسسې له خوا د سولې ولایتي کمیټې په همکارۍ، د ښځینه وو رول په سوله کې تر عنوان لاندې سیمینار جوړشو.
یاد سیمینار کې دیرشو تنو ښځینه وو او شلو تنو نارینه ګډون کړی وو.
سیمینار ته د اي پي ډي موسسې مرستیال ایمل خان ځاځي د ښه راغلاست وینا واوروله او د دې سیمینار په ارزښت یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل، نوموړي دا هم وویل، چې موږ ته پکار دي، چې د ښځینه وو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه ونیسو او د اسلامي حقوق یې خوندي کړو.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان، په هېواد او سیمه کې د سولې په راتګ کې د ښځینه وو پر رول خبرې وکړې، وې ویل: که یوه مور خپل زوی ته د سولې او وطن پالنې ذهنیت ورکړي، نو هیڅکله به هم هغه د دولت مخالفت ونه کړي، نو ویلای شو چې  ښځینه  هم د سولې په راتګ کې پوره ونډه لري او دوی باید په میړانې سره د دایمې سولې په راتګ کې کار وکړي، نوموړی وایي د دغسې پروګرامونو له لارې باید خویندو ته د سولې عامه ذهنیت ورکړل شي، تر څو دوی هم په دې پروسه کې فعاله پاتې شي.
د سیمینار په ترڅ کې، د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړې زرغونې همت هم خپلې خبرې وکړې او په سوله کې یې د ښځینه وو په رول، د دوی پر وړاندې د راولاړیدونکي تاوتریخوالي او ورته نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې، نوموړې له ښځینه وو وغوښتل چې په پوره جرآت سره دې خپلې ستونزې له دولت سره د دغه ډول غونډو له لارې شریکې کړي او همدارنګه دې د سولې په راتګ کې پوره پوره ونډه واخلي.
یاد سیمینار په هېواد کې د تل پاتې سولې او ټیکاو په دعایې سره پای ته ورسېد.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.