د سولې په تامین کې د ښځو د رول د پیاوړتیا په موخه ورکشاپ پیل سو

به اشتراک بگذارید

د سولی او ملی پخلاینی په تامین کې د ښځو رول د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې د سولې د څیړنی او روزنی موسسی له خوا د ښځو، دیني عالمانو او مدنی فعالانو په ګډون ۳ ورځنی ورکشاپ د وری میاشتی په ۲۸ نیټه د یادی موسسی په تالار کی پیل سو.
د نوموړي موسسې د رییس په وینا د سولی د څیړنی او روزنی موسسه په ۲۰۱۰ میلادی کال کې په فعالیت پيل کړی او د قندهار په سپین بولدت او ارغنداب ولسوالیو کې یی په جلاجلا توګه نارینه او ښځینه کمیټی ټاکلی تر څو په سیمه کې د ښځو د حقوقو او سولې تامین په لاره کې کوچیني پروژې پلی کړي.
د ورکشاپ په بله برخه کې د ګډونوالو د زده کړې د کچې د معلومولو په موخه آزموینه واخستل شوه. همدارنګه د ملګروملتونو د ۱۳۲۵ پریکړه لیک په اړه د یوې پریزنتیشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته هراړخیر معلومات وړاندې شول.
د کندهار د سولې ولایتي کمیټې غړي، مدنی فعالی او د ورکشاپ برخه والی ډاکټری عزیزی وویل سوله او ډاډمن امنیت تامین د ښځو د حقوقو د ورکړی ښه لاره ده دولت او نړیواله ټولنه لومړی باید د هیواد د سولې او ملي پخلاینې پروسې تامین ته پاملرنه وکړي دا ځکه جګړه د ټولو بدمرغیو مور او د قانون د حاکمیت مخه نیسي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.