د سولې په اړه د ختيځ زون له علماء کرامو سره د مشورتي ناستې پرېکړه ليک

به اشتراک بگذارید
د کب ۷مه، ۱۳۹۶ – جلال اباد
بسم الله الرحمن الرحیم
(( انما المومنون اخوة فاصلحو بین اخویکم – ۱۰ – الحجرات سوره))
سریزه!
په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو د علماو له خوا د سولې بهير په ملاتړ د جوړ شوي ملي کنفرانس په تاييد، ننګرهار ولایت کې د سولې مشورتي ناسته کې موږ د افغانستان د ختیځ زون علماء او د مساجدو ، دیني مدارسو او دیني زده کړو مراکزو استادان په هیواد  کې د سولې بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوو او د سولې ملي پروسې پر وړاندې د هر راز خنډونو په له منځه وړلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر شا ولاړ یو. د  افغانستان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سولې تامینول د هر افغان دنده او وجیبه بولو. مونږ  د هیواد ختیځ زون ( ننګرهار ، لغمان ، کونړ او نورستان) ولایتونو څخه راغلي علماء خپل نظریات او پېشنهادات د پریکړه لیک په ډول په لاندې توګه بیانوو. 
۱ـ روانه جګړه د اسلامي مقدساتو او د هیواد د ملي حاکمیت پر وړاندې جګړه بولو. مونږ علماء د روانې جګړې په ټولو ښکیلو غاړو غږ کوو تر څو په افغانستان کې افغان وژنه بس کړي او د سولې پروسه د افغانستان د خلکو په غوښتنه پیاوړي کړي. 
۲ـ  د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د بهرنیو هیوادونو د شومو موخو په خاطر د جګړې څخه لاس په سر شي.
۳-  طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې دې د افغان حکومت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې بریالي تړون ته په کتو له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې له ملي پروسې سره په یو ځای کېدو دې یو با عزته ژوند ته راستانه شي.
۴- افغان حکومت دې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو لپاره د دیني علمای کرامو په شمول بې طرفه او سولې ته ژمن کسان د پلاوی په توګه وټاکي تر څو وسله وال مخالفین د خبرو اترو لپاره د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته حاضر شي.
۵- رسنۍ وسله والو مخالفینو ته د سولې د پیغام رسولو لپاره یو ښه وسیله ده خو؛ یو شمېر رسنۍ پخپلو خبرو کې وسله والو مخالفینو ته له توهین آمیزو کلمو څخه کار اخلي. له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د داسې کړنو مخه ونیسي تر څو د جګړې له زیاتېدو څخه مخینوی شوی وي.
۶- په قرآن عظیم الشان کې د خدای (ج) د حکم پر اساس د یو بې ګناه مسلمان وژنه د ټول امت له وژنې سره برابر دی. نو؛ په همدې اساس په وسله والو مخالفینو باندې غږ کوو تر څو د خدای (ج) دې حکم ته په کتو سره دې په عامه ځایونو کې له ځانمرګي بریدونو او بې‌ګناه هېوادوالو له وژنو څخه ډډه وکړي.
۷- دا چې روانه جګړه تشریعي توجیه نلري نو؛ د قرآن عظیم الشان دې آیت شریف (( انما المومنون اخوة فاصلحو بین اخویکم – ۱۰ – الحجرات سوره )) ژباړه: یقیناً مؤمنان سره وروڼه دي نو تاسې د خپلو وروڼو تر منځ سوله وکړئ. 
پورتني آیت شریف ته په کتو سره دې روانې جګړې څخه لاس واخلي او د خپل هېواد په بیارغولو کې له خپلو هېوادوالو سره په ګډه لاس په کار شي.
۸- د هر هېواد د پرمختګ لپاره د اقتصادي زېرمو پیاوړتیا ته اړتیا ده نو؛ له همدې امله له وسله والو مخالفینو څخه غواړو تر څو له حکومت سره دې خپل سیاسي اختلافات څنګ ته پرېږدي او د ټاپي پروژې په څېر دې له نورو سترو ملي او حیاتي پروژو په جوړونه او ساتنه کې ونډه واخلي.
۹- مونږ علماء کرام له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو تر څو د وسله والو مخالفینو او افغان حکومت تر منځ دې له بین الافغاني خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي او د سولې په راوستلو کې دې د افغانانو دې ملي ارادې ته درناوی وکړي.
۱۰- له نړیوالې ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده چې د افغانستان د هغو ګاونډوي هېوادونو له ترهګریزو کړنو څخه مخنیوی وکړي چې پخپلو خاورو کې وسله والو مخالفینو ته پټنځایونه ورکوي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.
۱۱- په پای کې د افغانستان، د ګاونډیو هېوادونو او په ټوله کې د اسلامي نړۍ له علمای کرامو څخه غواړو تر څو په افغانستان، سیمه او اسلامي هېوادونو کې د سولې د ټینګښت او د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې د منبرونو او علمي کنفرانسونو له لارې جدي هڅې وکړي.
په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله
 

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.