د سولې نړيواله ورځ په ننګرهار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

به اشتراک بگذارید

په ننګرهار کې د سولې نړیواله ورځ د وږي په ۳۰مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه، چې ويناوالو يې پر مخالفينو سولې بهير سره د يوځای کېدو غږ وکړ.
په دغه غونډه کې د ننګرهار سرپرست والي او امنیې قومندان سربيره، د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو، ځوانانو، مېرمنو، سوداګرو، کسبګرو او د سولې ولایتي کمیټې  غړو ګډون کړی و.
د ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، مونږ د جګړې غوښتونکي نه يو پر وسله والو مخالفينو غږ کوو، چې جګړه د حل لار نه ده، له وسله وال مخالفت څخه دې لاس په سر شي او د خپل هېواد جوړولو په موخه دې سوله وکړي.
ده زياته کړه، چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او لا هم هڅه کوي، چې د سولې دغه بهير بریالی وساتي.
د سولې ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظیر د سولې ولايتي کمېټې د تيرو څو کلونو د کړنو يادونه وکړه وې ویل چې د سولې ولايتي کمېټې په هڅو په ننګرهار ولايت کې شاوخوا نهه سوه وسله وال مخالفين سولې بهير سره يو ځای شوي دي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې د سولې عالي شورا د نوي طرزالعمل له مخې به وسله والو مخالفين سولې ته وهڅوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ صميم د سولې عالي شورا پيغام ولوست، په پيغام کې راغلي و، چې ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي او په کار ده چې ټول د سولې په راوستو کې سره يو شي.
img nang peace day celebrated sonbula 30 1په پيغام کې دغه راز ويل شوي و، چې د سولې عالي شورا نړيوال ارزښت پيدا کړی او د همدې شورا د هڅو په پایله کې د حزب اسلامي امیر حکمتيار سولې بهير سره يو ځای شو.
د ولايتي شورا غړي اجمل عمر وويل، چې څلويښت کاله کيږي هېوادوال مو د جنګ په لمبو کې سوځي، خو متأسفانه لا اوس هم داسې کسان شته چې د جګړې دوام غواړي.
د علماء کرامو په استازیتوب مولوي عبدالبصير بصيرت د اسلام له نظره د سولې پر اهميت رڼا واچوله وې ویل چې سوله الله تعالی او د هغه پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خوښه کړې؛ نو په کار ده، چې د سولې په راوستو کې ټول هلې ځلې وکړ، ده زیاته کړه چې د سولې په راتلو سره د ظلم  مخنيوی کيږي، هېواد مو په هره برخه کې پرمختګ کولی شي.
د مدني فعالانو په استازیتوب محمد انور سلطاني وويل، چې په افغانستان کې د ګاونډيو له لوري نا اعلان شوې جګړه روانه ده او پر مخالفو افغان وسله والو ډلو يې غږ وکړ، چې د پرديو ګټو لپاره خپل هېواد ورانول او افغان وژنه بس کړي.
د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز غړی د سولې پر اهميت تفصیلي وينا وکړه او په خپلو فعاليتونو يې رڼا واچوله.
په لمانځغونډه کې د پوهنې ریاست زده کوونکو له لوري د سولې ورځې اهميت په اړه ترانه هم وويل شوه.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.