د سولې عالي شورا رئیس په افغانستان کې د امریکا سفارت له استازې سره وکتل

به اشتراک بگذارید

د سولې عالي شورا رئیس ښاغلې استاد محمد کریم خلیلي د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۴ نېټه په خپل کاري دفتر کې د سولې لپاره د امریکا سفارت له ځانګړې استازې لن مس هایمر سره وکتل.

په دغه ناسته کې د افغانستان  د سولې پروسې اړوند د ورستیو پرمختګونو او فرصتونو پر سر خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

په سر کې د سولې لپاره د امریکا سفارت ځانګړې استازې د دایمي سولې او بین الافغاني هوکړې ته د رسېدو په لار کې د سولې عالي شورا د هڅو ستاینه وکړه، او په دې لار کې يې د خپل هیواد او په ځانګړې توګه د خپل دفتر په استازېتوب د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

استاد محمد کریم خلیلي د راغلي استازې د قدرداني ترڅنګ زیاته کړه چې هیله لرو ترڅو و باعزته سولې او هوکړې ته د رسېدو په لار کې د سیمې د هیوادو او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو هڅې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ پایلې د ځان سره ولري.

Comments are closed.