د سولې عالي شورا رئیس سره د اروپایي هېوادونو سفیرانو لېدنه وکړه

به اشتراک بگذارید

د یو شمېر اروپایي هېوادونو سفیرانو د افغانستان د سولې عالي شورا له رئیس استاد محمد کریم خلیلي سره نن دوشنبه د روان ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د وري د میاشتې په ۲۶ په یوه ناسته کې د افغانستان سولې پروسې په برخه د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

په یاده لېدنه کې چې د سویډن، ډنمارک او ناورې هېوادونو سفیرانو ګډون درلود نن وروسته له غرمې ترسره شوه.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي په هېواد کې د سولې له پروسې څخه د شمالي اروپا هېوادونو د ملاتړ اظهار وکړ او زیاته یې کړه چې یاد اروپایي هېوادونه د افغانستان سولې خبرو اترو په اړه هر ډول همکاریو ته تیار دي.

نوموړي د یادو هېوادونو له  سفیرانو سره په دغه ناسته کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د سولې له بهیر څخه د اروپایي هېوادونو ملاتړ ډېر مهم دی.

Comments are closed.