د سولې عالي شورا رئیس د سئول په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ!

به اشتراک بگذارید

دغه کنفرانس د سولې نړیوال فدراسیون له لورې د « سولې، امنیت او انساني توسعې » تر عنوان لاندې د جنوبي کوریا په پلازمینه سئول کې په لاره اچول شوی وو، چې د هېوادونو سیاسي رهبرانو، علمي او پېژندل شویو څهرو هم د سولې فرصتونو او پر وړاندې یې د ننګونو، امنیت او انساني توسعې په موخه ګډون کړی وو.

د سولې عالي شورا رئیس استاد محمد کریم خلیلي په یاد کنفرانس کې د افغانستان سولې ته په پاملرنې سره د نړیوالې سولې او امنیت په اړه وینا وکړه.

Comments are closed.