د سولې عالي شورا خپل اجرائیوي هیات وټاکه

به اشتراک بگذارید

د سولې عالي شورا

دارالانشأ


مطبوعاتي اعلامیه
نیټه: د تلې ۲۸، ۱۳۸۹ کال
ګڼه: ۱

کابل-افغانستان: نن چهار شنبې د افغانستان د سولې عالي شوراد پروفیسور برهان الدین رباني په مشرۍ خپله دریمه کاري جلسه ونیوله. په دې جلسې کې د داخلې وظایفو د اصولو موظفې شوې کميټې خپل راپور جلسې ته وړاندي کړ چې په پای کې د جلسې لخوا دداخلي وظایفو د اصولو طرحه  په ۳ فصلونو او ۲۸ مادو کې تصویب شوه.
وروسته له پراخو بحثونو څخه د دداخلي وظایفو د اصولو له مخې ددې شورا اجرائیوي هیات په انتخابي توګه وټاکل شو.
د سولې عالي شورا  په ترکیب کې په ترتیب سره درې معاونین، یو منشي، نائب منشي، ویاند او درې مشاورین لري چې ټول به د سولې د عالي شورا د اجرائیوي هیات غړي وي.
د سولې عالي شورا د ټاکنو د څرنګوالي په اړه له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د نن په غونډه کې، عبدالحکیم مجاهد د رایو په اکثریت سره د اول معاون، مولوي عطا الله لودین ددویم معاون او اسد الله وفا د دریم معاون په توګه وټاکل.
د شورا غړو په یوه خوله استاد محمد اسمعیل قاسمیار، حاجي عزیز الله دین محمد او صدیقه بلخي د سولې د عالي شورا د  مشاورینو په توګه انتخاب کړل.
همداراز مولوي قیام الدین کشاف د سولې د عالي شورا د ویاند په توګه، امین الدین مظفري د منشي او ناجیه زیوري د نائب منشي په توګه د شورا د غړو لخوا انتخاب شول.
د سولې عالي شورا شپږ کاري کمیټې لري. نن د جلسې په پای کې پریکړه وشوه چې د شپږو واړو کاري کمیټو کاري پلانونه د کمیټو لخوا ترتیب او د سولې عالي شورا په راتلونکې جلسې کې وارزول شي. د کمیټو رییسان به د همدغو کمیټو لخوا انتخابیږي.
همداراز د نن ورځې په جلسې کې د سولې د عالي شورا نښان د ټولو غړو لخوا د تایید وړ وګرځید. 
دغه شورا په پام کې لري چې د اجرائیوي هیات او د کميټو په ټاکلو سره د ملي مصالحې او خبرو اترو چارې په رسمي توګه د مخالفینو له مشرانو سره پر مخ بوځي. د سولې عالي شورا جوړیدل د افغانستان د خلکو په خوښه د افغانستان د سولې په ملي مشورتي جرګې کې پیشنهاد شوه او د افغانستان د حکومت لخوا ومنل شوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د سولې د ملي مشورتي جرګې د سپارښتنو له مخې دغه شورا د روانې میاشتې په ۱۵ نیټې تأسیسکړه چې پکې د افغانستان د جهاد مشران، قومي او دیني مشران¸سیاستوال، د مدنې ټولنو اود ښځو استازې غړیتوب لري. دغه شورا ۷۰ تنه غړي لري.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.