د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مطالعاتو او څیړنو څانګې مسئول شهید احمد فرزان جنازه خاورو ته وسپارل شوه

به اشتراک بگذارید

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د مطالعاتو او څیړنو د څانګې مسئول شهید احمد فرزان جنازه د کندهار په ښارکې د سلواغې په ۲ مه نیټه خاوروته وسپارل شوه. د سولې ارمانجن شهید احمد فرزان د کابل انترکانتیننتال هوټل په غمجنه پیښه کې په شهادت ورسیده چې جنازه یې د سولې عالي شورا د یو پلاوي په ملتیا کندهار ته انتقال شوه او د کندهار د سلګونو خلکو ، د سولې ولایتي کميټې د رئیس ، د ولایتي دارالانشاء ټیم ، د شهید د دوستانو او مینه والو په ګډون د عینو میني په هدیره کې په درناوي سره خاورو ته وسپارل شوه او د مغفرت دعاوې ورته وشوې. شهید احمد فرزان چې مخکې د کندهار د سولې ولایتی کمیټي غړی وو او اوس د سولې عالي شورا په دارالانشاء کي په دنده بوخت وو په ډیره ظالمانه توګه د انترکانتیننتال د هوټل په غمجنه پیښه کې د سولې، اسلام او بشریت د دښمنانو له خوا د نورو ځوان مرګو هیوادوالو په ګډون په شهادت ورسیده، د پلازمیني کابل څخه د شهید د جنازي د انتقال سره سم  د کندهار په هوایي ډګر کې د سولې ولایتي کمیټې د رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار او د شهید د دوستانو له خوا img kandahar farzan burial dalwa 2 1کندهار ښار ته ولیږدول شوه او په درناوي سره خاورو ته وسپارل شوه، د سولې د عالي شورا غړي مولوي پیر محمد روحاني او د حج ،ارشاد او اوقافو وزات معین مولوي عبدالحکیم منیب د شهید د کارنامو، د سولي په لاره کې د هغه د هلوځلو او د هیواد سره د مینې لرولو په اړه یې مفصلې خبرې وکړې هغوي وویل شهید احمد فرزان د سولې او ثبات د ملي ارمان سره یوځاي خپل ارمان خاورو ته وسپاره خو د سولې عالي شورا به د ده د ملي ارمان د پوره کولو په لاره کې مبارزه وکړي تر څو افغان ولس د اوږدي جګړي له غمیزي څخه خلاص شي ، دا جګړه او مخالفتونه دي چې هره ورځ د ځوان مرګي شهید فرزان په شان د افغانانو څخه ژوند اخلي، هغوي د جنازي له برخه والو څخه غوښتنه وکړه چی د سولي او ملي پخلایني لپاره په صداقت او د ملي یووالي په روحیې سره کار وکړي ځکه د افغانستان د سولي او امنیت ټنګښت زموږ او ستاسو مسئولیت دي باید تر سره یې کړو .
وروسته د شهید فرزان ورور د ټولو برخه والو څخه په تیره بیا د سولې عالي شورا د راغلي پلاوي د غړو او د کندهار د سولې د ولایتي کمیټې د رئیس،کارکونکو او غړو څخه مننه وکړه چی په عملي توګه په یي پدې غم کې ځانونه شریک او ستونزی یی وزغملي. د شهید فرزان فاتحه د کند هار ښار په جامع جومات کي د سلواغې میاشتې پر ۳ مه نیټه واخستل شوه،  د حج ارشاد او اوقافو د وزارت معین ، د سولې ولایتي کمیټې رئیس ، کارکونکو او غړو د کندهار له ولس سره یوځاي د فاتحي په مراسمو کې ګډون وکړ او د سولې د لارې شهیدانو ارواحونو ته یي د مغفرت دعاوې وکړې هغوي د لوی خداي جل جلاله دربار څخه شهید فرزان ته د جنت الفردوس او د هغه د کورني غړو ته د جمیل صبر دوعا وکړه .

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.