د سولې د تأمین پر لار پرتې ستونزې دې لرې شي

به اشتراک بگذارید

د سولې او امینت د تامین پر لاره پرتې ستونزې، لکه د یو شمیر هیوادوالو بې تفاوتي ، په ادارو کې فساد او د شخصي ګټو پالل باید له منځه ولاړې شي څو د سولې پر پروسې او دولت باندې د عام ولس باور پیدا او سراسري سوله تامین شي .
دغه خبره د کندهار ښار د زرغونې انا لومړی نمبر د نجونو لیسې د ۱۲ ټولګي زده کوونکې صفرا د سولې د عامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړه چې د یادې لیسې ۱۲ ، ۱۱ او ۱۰ ټولګیو د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون د لړم میاشتې پر ۲۳ نیټه په هغې لیسې کې جوړه شوې وه .
په پیل کې د لیسې مدیرې لطیفې د سولې او ثبات د اهمیت او د جګړې د زیانونو په اړه لنډې خبرې وکړې وې ويل: باید ټول افغانان د سولې لپاره ګډ کار وکړي، ځکه که سوله نه وي تاسو به د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې کېږی .
وروسته د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي د سولې د ارزښت په اړه وویل نن ورځ د سولې تامین د افغان ولس لومړنۍ غوښتنه ده، ځکه اوږدې تپل شوې جګړې ډیر ځپلي او کړولي دي، نو موږ او تاسو باید په ملي یووالي سره د سولې د تامین لپاره کار.
img kand peace unity sup aqrab 24 2بیا د سولې ولایتي کمیټې د عامه پوهاوي مسول له ګډونوالو نه د نظریاتو غوښتنه وکړه چې ښځینه زده کوونکو په وار سره د سولې په تامین کې د پرتو ستونزو په اړه وویل: د  سولې او ثبات د تامین په کار کې  د ځینو افغانانو بې تفاوتي، تعصبونه، نالوستي، لوږه ، بیکاري، د شخصي ګټو پالل ، قانون تر پښولاندې کول ، زورواکي او داسې نور منفي عملونه د رښتنې سولې د تامین په لاره کې خنډونه جوړوي، د سولې عالي شورا او دولت باید ددې ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي .

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.