د سولې بهير د ورستيو تحولاتو په اړه د سولې عالي شورا اعلاميه

به اشتراک بگذارید

د ۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸مه
کابل – افغانستان

د سولې عالي شورا، سولې پروسې ته د بستر سازئ په برخه کې فعاليت کوی او هر هغه برنامه چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو لپاره د زمينې برابرول او اعتماد سازئ په برخه کې ترسره کيږي، تر دوامداره نظارت او ارزونې لاندې لري.
د هيوادوالو انديشنو ته په پاملرنې او د دې لپاره چې د سولې بهير په کاميابئ سره مخې ته ولاړ شي، د سولې عالي شورا لاندې مراتب اعلانوي:

۱) د سولې عالي شورا په هيواد کې د سولې د بسترساز په توګه د هرې هغې همغږې اقداماتو څخه چې د سولې پروسې لپاره ګټه ور تمام شي، ملاتړ کوي.
۲) د سولې عالي شوار له هر هغه حرکت څخه چې هم نظري او همپذيري پياوړي کوي تاييدوي او له هغه سره مرسته خپله وجيبه بولې. همدارنګه ياده شورا هر هغه حرکت او نوښت چې د سولې بهير او ملي وفاق ته زيان ورسوي مردود شميري او له هغه سره د هر راز مرستې څخه ډډه کوي.
۳) په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د يو ضرورت پر اساس ده او د هغوي وتل هم د سولې بهير او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پرمختګ پوري تړاو لري. د سولې عالي شورا د دي په تاييد سره چې د بهرنيو ځواکونو وتل د افغان دولت او د طالبانو تحريک تر منځ د خبرو په اجنډا کې ځاي لري تاکيد کوي چې دا تصميم به د افغانستان خلکو ته د تروريستي شبکو د تهديد د لری کيدلو او د طالبانو سره د پايدارې سولې په بهير کې تر پرمختګ وروسته نيول کيږي.
۴) د سولې عالي شورا د مسکو په ښار کې د غير رسمي ناستې بحثونه او قطعنامه په دقت سره مطالعه کوي او هر هغه ټکي چې د افغانستان د عظيم ملت د خير او فلاح او د هيواد ملي ګټو سره مطابقت ولری په خپلو اجرااتو کې په نظر کې نيسي.
۵) د سولې عالي شورا د سولې په هر مرحله کې د افغانستان د خلکو انديښنې او غوښتنې په نظر کې نيسي، او خپله وظيفه ګڼي ترڅو هر هغه څه چې د سولې په بهير کې واقع کيږي د هرې ممکني لارې او په خاصه توګه د رسنيو له لارې له ملت سره شريک کړي.

دانلود کول لینک

 

Comments are closed.