د سولې اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس پریکړه لیک

به اشتراک بگذارید

د ۱۳۹۶ ل. د مرغومي ۲۶ او ۲۷ مه نېټه
کابل-افغانستان

سريزه:

د سولې اړوند د مدني ټولنو ،ځوانانو  او ښځو ملي مشورتي کنفرانس چې په کابل کې د سولې عالي شورا په نوښت د روان کال د مرغومي په ۲۶ او ۲۷ نيټه تر سره شو او د هیواد له ټولو ولایاتو څخه پکې ۷۲۰ تنو د مدني ټولنو فعالینو، ځوانانو او ښځو ګډون وکړ، د کنفرانس ګډونوالو له دوه ورځو بحثونو څخه وروسته، په هیواد کې د تلپاتې سولې او  امنیت د ټینکښت لپاره لاندې پریکره لیک صادر کړ:

له حکومت څخه غوښتنې:

۱- دا چې د جګړې اکثريت برخه قربانيان ځوانان او ښځې دي، نو له حکومت نه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې د ملي پخلايني يو وسيع او جامع ملي پلان چمتو کړي، چې له مخې يې هغه ځوانان چې د حکومت مسلحو مخالفو ډلو سره یو ځای شوي، بېرته عادي او ارام ژوند ته را ستانه شي.
۲- فساد، د قانون نه حاکميت، محلي زورواکي، د مخدره توکو قاچاق، د معدنونو غير قانوني استخراج، د ځمکو د غصب مافيا او تنظيمي اختلافات  د سولې په وړاندې ستر خنډونه دي. حکومت بايد د دې ټولو موجودو ناخوالو پر وړانډې په جديت اقدام وکړي تر څو يوې دوامدارې سولې ته لاره هواره شي.
۳- حکومت دې د افراطيت د مخنيوي، زغم او تحمل د ترويج لپاره په تعليمي ادارو، مساجدو  او فرهنګي بنسټونو کې د يو منظم پلان له لارې خپلې برنامې تطبيق کړي. د سولې او منازعاتو د حل، جرم پوهنې او سيمه ايزه مطالعاتو  په برخه کې دې يو ملي انسټيټيوټ جوړ کړي چې د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونه ولري. نصاب يې په معاصرو کرښو ولاړ وي او داسې ځوانان و روزي چې د سوله ايز ذهنيت د ودې لپاره کار او تحقيق وکړای شي.
۴- ملي وسله وال ځواکونه او سالم عدلي او قضايي سیستم د قانون د حاکميت او عدالت تضمين دی. حکومت دې په دواړو برخو کې روان ريفورمونه په جدي ډول تطبيق کړي، تر څو هر افغان د مصؤنيت او عدالت احساس وکړي.
۵-بېکاري، فقر او اجتماعي بې عدالتي د افراطيت او جګړې له مهمو عواملو څخه دي. حکومت بايد په دې اړه جدي اقدامات وکړي. خصوصي سکتور دې پياوړی او د کار او کارخانې لپاره دې زمينه مساعده کړي. روانې سترې اقتصادي پروژې بايد په جديت تطبيق کړای شي.
۶- حکومت دې د عدالت د تامين، تخصص او اهليت په پام کې نيولو سره د اداري اصلاحاتو برنامې داسې عيارې کړي چې نر او ښځه پرته له کومې واسطې او  تبعیضه د هېواد د خدمت جوګه وګرځي.
۷- د سولې په پروسه کې دې د جنګ د قربانيانو، ښځو، ځوانانو  او  معلولینو حقونو ته جدي پاملرنه وشي.
۸- حکومت باید په محلي کچه د سولې اړوند د ځوانانو ، ښځو او مدنې ټولنو د فعالینو له ابتکاراتو او نوښتونو څخه حمایت وکړي.    
۹- له پاکستان او ايران څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره دې يو وسيع ملي پلان جوړ کړي. د کورنيو بې ځايه شوو لپاره دې هم د مېشتېدو ښه زمينه برابره کړای شي.

د طالبانو څخه غوښتنې:

۱- سوله زمونږ ملي او د ټولو  افغانانو ګډ ارمان دی. د څو لسیزو تباه کوونکې او بې نتيجې جګړې وروسته، لازمه يې بولو چې طالبان په خپلو کورنيو، او د دې ملت په ځوانانو، ښځو او ماشومانو د ترحم پر اساس د سولې بين الافغاني مذاکراتو پيلولو ته ژر تر ژره لبيک ووايي.
۲- طالبان دې نور د جګړې، انتحار او انفجار څخه جدي ډډه وکړي. د ټول ګټو تاسيساتو له تخريب څخه دې مخنيوی وکړي. د ټولو هغو سترو ملي پروژو څخه دې په کلکه دفاع وکړي چې د افغانستان بقا او د خلکو سوکالي ور پورې تړلې وي.
۳- د طالبانو  لخوا روانه جګړه د دې سبب شوې چې د طالبانو تر چتر لاندې بهرني تروريستان، د سيمې استخبارات، د مخدره موادو مافيا، د معدنونو  او  ځمکو د غصب مافيا فعاليت وکړي. طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته په لبيک ويلو سره نور دغه چتر د افغانستان د ثبات او  دايمي سولې سبب وګرځوي.
۴- له طالبانو څخه جدي غوښتنه کوو چې د تعليمي مراکزو د فعاليت، د روغتيا، د ښځو د زده کړو او بشري حقونو ته په پام په ټولو برخو کې همکاري وکړي.
۵- دا چې حکومت د بين الافغاني مذاکراتو لپاره کاملا امادګي ښودلې او د علماو وروستي ملي کنفرانس کې هم په دې اړه ټينګار  شوی. همدا رنګه د مذاکراتو د نه پېلېدو لپاره هيڅ ډول بهانه نه ده پاتې ملت د طالبانو ځواب ته انتظار کوي. نو د علماو د ملي کنفرانس د غوښتنې په تعقيب د افغانستان ځوانان، ښځې او  مدني ټولنې له طالبانو جدي هيله کوو چې د بين الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره ژر تر ژره خپل باصلاحيته استازي معرفي کړي.

له نړېوالې ټولنې څخه غوښتنې:

۱- د افغانستان ځوانان او ښځې د نړېوالې ټولنې د سخاوتمندانه مرستو څخه مننه کوي او  جدي هيله لري چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره دې خپل تعهدات عملي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان له حکومت څخه دې خپل اقتصادي، امنیتي او سياسي ملاتړ ته دوام ورکړي.
۲- سوله د اقتصادي رشد، ټولنيز او سياسي شعور او د سوله ايز ذهنيت په وده کې نغښتی دی. دې موخو ته د رسېدو لپاره دې نړېواله ټولنه او دوست هېوادونه ځوانانو  ته د کاري فرصتونو، مسلکي او فني زده کړو او  د سوله ايز ذهنيت د ودې په برخو کې پراخې مرستې وکړي. تر څو نه يواځې افغانستان بلکې ټوله نړۍ د امن احساس وکړي او بيا افغانستان نړۍ ته د تهديد په مرکز بدل نشي.
۳- له پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې خپله نامشروع مداخله بنده کړي.  افغانستان کې دې د افرادو  او غير قانوني ډلو د تمويل پر ځای مشروع او قانوني حکومت حمايه کړي. د حکومت په پياوړتيا کې د سيمې د هېوادونو ثبات او اقتصادي سوکالي نغښتې ده.
۴- د نړۍ او سيمې د ټولو دوستو هېوادونو سره دې د افغانستان د ځوانانو، مدني ټولنو او خلکو اړيکي پراخې کړای شي او د ټولنیزو اړیکو پر مټ دې په پياوړتيا سره د سولې بهير پياوړی کړای شي.
۵- اسلامي هېوادونه دې د افغانستان د روانې جګړې په اړه چې هيڅ ډول شرعي او اخلاقي مشروعيت نلري، خپل موقف واضح کړي. هيله مو ده چې د خاموش او ساکت پاتې کیدو  پر ځای دې نور د افغانستان د سولې او دايمي ثبات لپاره خپل اسلامي او انساني رسالت ادا کړي.

له سولې عالي شورا او د هېواد له مطرحو شخصيتونو څخه غوښتنې:

۱- د سولې عالي شورا له دې ابتکار څخه مننه کوو او غوښتنه مو دا ده چې دغسې مشورتي غونډو  ته په ټول هېواد کې دوام ورکړي، تر څو افغانان د سولې ملي ارمان ته ورسېږي.  
۲-د سولې په پروسه کې دې ځوانانو، ښځو  او مدني ټولنو  ته سهم او د نظارت حق ورکړای شي، ځکه چې د جګړې اکثريت قربانيان ځوانان او  ښځې دي، نو د سولې په بهير کې هم باید خپله ملي وجيبه ادا کړي.
۳- د سولې عالي شورا له ټولو غړو، سياسي او جهادي مشرانو، فرهنګي او اکاډيميکو شخصيتونو څخه هيله کوو چې زمونږ ځوان نسل نور په قومي، ګوندي، ژبنيزو او سمتي تعصباتو کې ښکېل نکړي، بلکې افغانستان، ملي ګټو او ملي یووالي ته د ژمنتيا پر اساس نوی نسل و روزي.

همدارنګه مونږ  د مدني ټولنو فعالین، ځوانان او ښځې د سولې عالي شورا له نوې ستراتیژ‎ۍ څخه په کلکه ملاتړ کوو او د پلي کیدو په لاره کې یې هر ډول مرستې ته چمتو یو.
مونږ د مدني ټولنو فعالین، ځوانان او ښځې چمتو  یو او  تعهد کوو چې د تلپاتې سولې او  ثبات د ټینګښت لپاره د حکومت او سولې عالي شورا تر  څنګ په رضاکارانه ډول کار وکړو او په هیواد کې ملي اجماع او  ملي یووالي د تقویت او تحکیم لپاره خپله دیني او ملي دنده تر سره کړو.
څرنګه چې په تیرو کلونو کې د جامع الازهر، د سعودي عربستان علماوو ، اتحاد علمای مسلمین، د دینوبند علماوو او د افغانستان علماوو انتحاری بریدونه حرام ګنلي، او په دې لاره کې یې خپله دیني وجیبه سرته رسولې ده، اوس د پاکستان علماوو هم انتحاري بریدونه تحریم کړي دي، همدارنګه په تیرو کې د افغانستان په کوربتوب د نړی د ۲۳ هیوادونو د علماوو په ګډون نړیوال کنفرانس ترسره شوی وو، او په پریکړه لیک کې یې یادونه کړې وه چې د افغانستان جګره هیڅ ډول دیني او مذهبي صبغه نلري بلکي سیاسي جګړه ده، نو لازمه یې بولو چې یو ځل بیا د افغانستان د سولې په تړاو او د اسلامي نړي د مشکلاتو د حل موندلو لپاره، یو ستر نړیوال کنفرانس ترسره شي.    
و ما علينا الاالبلاغ

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.