د سولې او پرمختګ مبارزه مېرمن ولمانځل شوه

به اشتراک بگذارید

د روان کال د کب میاشتې په ۱۲ مه نیټه د شنبې په ورځ د خوست ولايت د سولې ولايتي شورا د غونډو په تالار کې، په خوست ولايت کې د سولې او پرمختګ مبازره مېرمن نسرين احساني، د مېرمنو د ظرفيت لوړونې موسسې له خوا ولمانځل شوه.
د يادې موسسې مشرې کاملې اکبري د خپلو خبرو پر مهال وويل، مېرمن نسرين احساني هغه څوک ده چې هر ډول خطرات يې قبول کړي دي، خو له خپلې مبارزې يې لاس نه دى اخيستى او مېرمنې يې هڅولي دي ترڅو د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي، او په ډېر جراات يې له خپلو وروڼو سره مټ په مټ د سولې غږ اوچت کړى دى.
کاملې اکبري وويل:” مېرمن احساني په هر کور کې چې له مېرمنو سره ليدلي دي، غوښتنه يې ترې کړې چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او د هغو سړيو مخه ونيسي چې دوى د جګړه مارو ډلو په صفوفو کې فعاليت کوي.”
د خوست ولايت د سولې ولايتي کمېټې د عامه پوهاوي مسؤل سپين روان نورزي وويل، ټولې مېرمنې کولى شي د مېرمن نسرين په څېر د سولې او پرمختګ لپاره مبارزه وکړي او خپل اولادونه په سوله ييزه روحيه وروزي، يوازې جراات ته اړتيا ده.
مېرمن خيالو د نسرين په اړه وويل چې همدې نسرين ماته جراات راکړو ترڅو په مدني فعاليتونو کې ونډه واخلم، د خپلو او نورو مېرمنو د حقوقو مطالبه وکړم.
نسرين احساني د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې زه په دې کار سره په چا احسان نه اړوم، ځکه دا د دې ټولنې د هر وګړي مسئوليت دى، ترڅو د خپلې ټولنې د خير، ښېګنې، سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
د نسرين په خبره که چېرې زموږ په ټولنه کې سوله وي او خلک ارامه ژوند ولري، موږ به هم ارامه ژوند ولرو، خداى مه کړه که چېرې په ټولنه کې مو نا امني وي او جګړې وي موږ به هم نا ارامه او در په دره ژوند ولرو، نو راځئ د خپلې ټولنې د سولې او ثبات لپاره کار وکړو ترڅو د ارامه ژوند خاوندانې شو.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.