د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت د سولې عالي شورا اعلاميه

به اشتراک بگذارید

دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د غوايي ۱۶مه

د افغانستان د سولې عالي شورا د نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو له کبله د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وايي.
دغه شورا د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې د سولې په راوستلو او د هغې د مستحکم کولو لپاره د هېواد په بېلابېلو سطحو، ولسواليو او برخو کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
دا ټولو ته څرګنده ده چې د سولې پروسه د افغانستان په مالکيت او رهبرۍ د سولې پروسې ټولو ملاتړو ته د تائيد وړ ده او په وروستيو کې د سولې مشورتي لويې جرګې چې پکې ۳۲۰۰ تنو د ټول افغانستان په استازيتوب ګډون درلود په همدې اړه ټينګار کاوه.
د افغانستان د سولې عالي شورا د ۱۳۹۸ کال د غوايي ۹-۱۳مې په کابل کې سولې مشورتي لويې جرګې د پريکړو د تود هرکلي سره سم د افغانستان اسلامي جمهوريت له دولت او د افغانستان د طالبانو له تحريک څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبيک ووايي او د افغانستان سولې په پروسه کې د نوې مرحلې پيل او ښه نيت د ښودلو لپاره د دواړو خواوو زندانيانو د خوشې کولو په موخه د يو ګډ کميسيون په رامنځ ته کولو سره زندانيان بررسي او مشخص کړي او په خوشې کولو کې يې اقدام وکړي.
همدارنګه د سولې عالي شورا له دولت او طالبانو غواړي چې د سولې مستقيمو او رسمي خبرو اترو د پيل لپاره د افغانستان دولت او د طالبانو تحريک د روژې د مبارکې مياشتې له پيل سره سم دوامداره اوربند اعلان کړي.
بدون له شکه چې دغه اوربند د باور فضاء د رامنځ ته کولو لپاره په مختلفو سطحو کې ښه منځګړى کېداى شي او د يوې تل پاتې او مستحکمې سولې لپاره چې د افغانستان ټول ملت يې تږى دى لار پرانېزي.
د سولې عالي شورا يو ځل بيا ټولو ته د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو مبارکي وايي؛ د سولې لپاره د چټکتيا د بخښلو په موخه چې يوه مهمه اړتيا ده د خلکو هڅو څخه د ملاتړ اعلان هيله لري تر څو د افغانستان لوى ملت د دغه حساسې او تاريخي برخې چې سولې پروسه کې رامنځ ته شوې، خپلې هلې ځلې نور هم زياتې او منسجمې کړي.

Comments are closed.