د خوست ولایت د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي حنیف شاه حسینی د مړیني په مناسبت د سولې عالي شورا د ډاډګیرنی پیغام

به اشتراک بگذارید

په ډیرې خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد یو مطرح جهادی قومندان، جید عالم، روحاني او اجتماعي شخصیت، قومي مشر د ولسې جرګې د څوارلسمې دورې وکیل او د خوست ولایت د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي حنیف شاه حسینی د ورپیښې ناروغئ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
انالله و انااليه راجعون
ارواښاد مولوي حنیف شاه حسینی یو خواخوږی او خیر خواه ملی شخصیت وو. په هیواد کې د سولې ټینګښت یی د زړه آرمان و. د سولې او پخلاینې ټینګ ملګری او په دی لار کې یی ډیرې هڅې کړي وی د ده مړینه یوه ستره ضایعه ده.
د سولې عالي شورا د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستانو، د خوست ولایت د سولې ولایتي کمیتې غړو او د خوست ولایت خلکو ته وړاندې کوي. الله تعالی (ج) دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبرپه نصیب شې.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.