د جنډر پالیسۍ د مسودې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

به اشتراک بگذارید

دغه مشورتي ناسته د سولې عالي شورا د دارالانشاء د جنډر پالیسۍ د مسودې په موخه د یادې شورا غړو، د اجرایه ریاست، د وزارتونو د جنډر آمرینو او د سولې په برخه کې د فعالو موسساتو په ګډون نن یکشنبه د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۵ د سولې عالي شورا د سولې تالار کې ترسره شوه.
د غونډې د ښه راغلاست وینا د سولې عالي شورا دارالانشاء د جنډر رئیسې لیدا شیرزاد واوروله او ورپسې د سولې عالي شورا غړې لیلی جعفري د ناستې له افتتاح سره په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د جنډر د پالیسۍ مسودې د مطالعې او نظریاتو شریکولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
په یاده ناسته کې د جنډر د پالیسۍ د مسودې په اړه هر اړخیزې خبرې او سلا مشورې وشوې .
د سولې عالي شورا د دارالانشاء عملیاتي مرستیال پوپل حبیبي یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، ((سوله زموږ او تاسو یو ملي آرمان دی او موخه مو دا ده چې خپل هدف ته د ګډو هلو ځلو له لارې ورسېږو، او موږ غواړو د سولې عالي شورا د جنډر img gender policy droft pic2پالیسۍ د مسودې په اړه له تاسو سره سلا مشورې وکړو))
حبیبي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د سولې عالي شورا دارالانشاء نه یوازې دا چې  ستاسو مشورو او وړاندیزونو ته ضرورت لري؛ بلکې ددې پالیسۍ په پلي کولو کې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده.

 

 

 

img gender policy droft pic3

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.