د افغانستان د سولې عالي شورا هئیت چې د مسکو په غونډې کې یې ګډون کړی وو خپل کاري رپوت وړاندې کړ

به اشتراک بگذارید

د افغانستان د سولې عالي شورا څلور تنه مرستیالانو چې د افغانستان په استازولی یې د مسکو په غونډې کې ګډون کړی وو خپل کاري رپوټ نن د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې په ۲۲ مه نیټه د یوې مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د هیوادوالو سره شریک کړ.
د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي عزیز الله دین محمد وویل چې په یاد کنفرانس کې یې د هیوادوالو ټول شته ستونزې له ګډنوالو سره شریک کړي دي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د مسکو په غونډې کې یو ځل بیا ټولو ګډونکونکي هیوادونو د روسیې په شمول دا ومنله چې د بین الافغانی مذاکراتو څخه ملاتړ کوي. هغه د یاد کنفرانس د مثبتو پایلو ته په اشارې سره دا هم وویل چې ګډونکونکي هیوادونه په یوه غږ دا ورسره منلي چې په افغانستان کې د جنګ پای ته رسیدل د افغانانو حق دی او د سولې پروسې او مذاکراتو مالکیت دې د افغانانو سره وي او نړیوال دې په یاد پروسه کې د تسریع کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د ښاغلي دین محمد په وینا د ګډونکونکي هیوادونو استازي له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره دې په مستقیمو مذاکراتو هوکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.
په همدې حال کې د سولې شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم چې د افغانستان د سولې عالي شورا د هئیت بل غړئ و، وایی: له طالب استازو سره په یو میز کې کیناستل او د هیواد په روانو وضعیت بحث کول په خپل ذات کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د نوموړي په وینا ټولو ګډونکونکو هیوادونو توافق درلود چې په افغانستان کې روانه جګړه بند شي او د مذاکراتو لپاره چمتوالی ونیول شي.
د مسکو ناسته د ۲۰۱۸ کابل د نومبر میاشتی په ۹ مه نیټه د افغانستان په شمول د دولسو هیوادونو او د طالب ډلې هئیت په ګډون د روسېې په کوربه توب ترسره شوه. چې د افغانستان څخه د سولې عالي شورا مرستیالان حاجی عزیز الله دین محمد، مولوي عطا الرحمن سلیم، مولوي عبدالخبیر اچقون او آغلې حبیبه سرآبي په کې ګډون کړی وو.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.