دکندهار ولایت دسولې دولایتي کمیټي په هلو ځلو دبګرام له زندان څخه شپږ تنه سیاسي بندیان خوشي سول

به اشتراک بگذارید

د کندهار ولایت د سولې ولایتي کمیټې د هڅو په پایله کې د کندهار ولایت شپږ تنه سیاسي بندیان د بګرام له زندان څخه خوشي او د راون کال د سلواغۍ پر ۲۵ نیټه د دې ولایت په مقام کې د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې چې د کندهار والی، د کندهار د سولې ولایتي کمیټې مشر، د دغو بندیانو خپلوانو او یو شمیر قومي مشرانو او خبریالانو ګډون درلود، خپلو کورنیو ته وسپارل سول. دغه بندیان هر یو نعمت الله، سدوزی، محمد عیسی، ولي الله، عیسی محمد او عبدالقاهر د کندهار ولایت د ښار، ارغنداب، پنجوایي او ژړۍ ولسوالیو اوسیدونکې دي چې د دولت ضد فعالیتونو په تور نیول شوي وو.

د کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا خوشي شویو ته د آزاد ژوند د تبریکۍ د ویلو په ترڅ کې هیله څردګنده کړه چې آزاد شوي کسان باید هغه اعمال ترسره نکړي کوم چې دوی یې زندان ته ولیږل.
وروسته د کندهار د سولې ولایتي کمیټې مشر عطا محمد احمدي وویل چې د کندهار د سولې کمیټه به خپل ټول کوښښ وکړي ترڅو هغه ۷۵ تنه بندیان چې دا مهال د بګرام په زندان کې بندي دي خوشي کړي او له ددوی له کورنیو سره یې یو ځای کړي.
د کندهار د سولې کمیټې مشر له آزاد شویو بندیانو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر لپاره کار وکړي. په غونډه کې خوشي شویو خپل پر تیرو کړنو پښیماني وښودله او ژمنه یې وکړه چې د سولې لپاره به کار کوي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.