دولت او مخالفینو دې دایمی اوربند او د سولې لپاره مخامخ مذاکرات پیل کړي

به اشتراک بگذارید

دغه خبره نن دکونړ ولایت دیني عالمانو، قومي مشرانو، د مدنی ټولنو غړو، ځوانانو او میرمنو دیوې  لویی غونډې په ترڅ کې بیان کړل. هغوی همدارنګه د مکې مکرمې د نړیوال کنفرانس د اعلامیې، دحرمېنو شریفینو د امامانو د خطبو او ویناو او د هېواد د دېنې عالمانو د فتوی څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. غونډه د قاری رحیم الله پواسطه دقرآن عظیم الشان دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د هېواد ملی سرود واورول شو. د سولې کمېټې ددارالانشاء مسئول ګډونوالو ته دهرکلی او ښه راغلاست او لنډې پرانستونکی وینا ترڅنګ په مکې مکرمې کې داسلامی علماو د نړیوال کنفرانس اعلامیه ولوسته.
مولوی عبیدالله بهاری دهیواد دعلماو فتوی قرائت کړه  . مولوی محمد اجمل دحرمین شریفین دامام عبدالرحمن السدیس د جمعې د خطبې متن ولوست او مولوی نجیب الله حقیار د نبوی جومات د امام د جمعی د خطبې متن قرائت کړ .
وروسته د دینی عالمانو په استازیتوب مولوی ضیاء الرحمن الله یار خبرې وکړې د دولت او مخالفینوترمنځ یې د تلپاتی اوربند او د دولت او مخالفینو څخه د سولې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه همدارنګه د قومي شورا رئیس ابراهیم هم سوله د افغانانو ترمنځ شونی وبلله او زیاته یې کړه چې هیڅ بهرنی زمونږ هیواد کې سوله نه غواړي. ورپسې قومي مشر حاجی یار ملاخان او قومی مشر عبدالحمید شورش د خبرو په ترڅ کې د دولت او مخالفینو څځه وغوښتل ترڅو دایمی اوربند او د سولې مخامخ خبرې وکړی.
دځوانانو په استازولۍ عبدالله سیرت او د ولایتي شورا رئیس حاجی ولایت خان په سختو شرایطوکې د خلکو له ګډون او د سولې غږ پورته کولو څخه مننه وکړه او د دایمی اوربند او دولت او مخالفینو ترمنځ یی د سولې  د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه چې وروسته د سولې شورا رئیس د خلکو دګډون او مقاومت څخه مننه وکړه او غونډه د علماو دشورا رئیس مولوی عبدالرحمن په دوعایه پای ته ورسیده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.