دحزب اسلامي افغانستان لسګونو استازيو له فضیلتمآب پير صاحب سره وکتل

به اشتراک بگذارید

د انجنیر ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان لسګونوکابل مېشتو مشرانو او د بېلابېلو ولاياتو استازيو د وري ( حمل) په ۱۹مه نیټه دسولې عالي شورا له رئيس فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني سره وکتل.
څو تنو مشرانو چې د نورو په نماينده ګۍ یې خبرې وکړې د سولې دعالي شورا د رئيس په توګه د فضیلتمآب پيرسيد احمد ګيلاني په ټاکل کېدو خوښي وښوده او دايې اهل کسانو ته د دندو او مسؤوليتونو د ورسپارلو ښه بېلګه وبلله.
ويناوالو زياته کړه جناب پير صاحب د روسانو او د هغو د ګوډاګيانو پر وړاندې مقدس جهاد کې خپل ديني او ملي رسالت په رېښتوني ډول تر سره کړی دی.
دې پلاوي د انجنیر ګلبدین حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان له راغلي پلاوي سره د افغان دولت  او د سولې د عالي شورا پر تفاهم او مذاکراتو خوښي وښوده او له دې پروسې څخه يې په ټينګه ملاتړ وکړ.
img kabul hpc head meeting hizb islami hamal 19 1دوی وویل چې دا مذاکرات بریالي شول نو نورې ډلې به هم وهڅېږي او له دولت سره به اړيکې ونيسي اوپه دې کار سره به د دولت او پخپله فضیلتمآب پير صاحب باور لا پياوړی شي اوکه خدای مکړه دا پروسه ناکامه شي نو د ملت د مايوسۍ تر څنګ به د دولت او د سولې شورا د ناکامۍ نښه هم وي.
دوی څرګنده کړه چې : حزب اسلامي، افغانستان ته د خپل ولس او خپلې خاورې د خدمت لپآره راځي، د انتقام او غچ فکر ورسره نشته، حزب اسلامي تېر هېر کړي او په سوله باور لري دوی وويل چې: له شک پرته سوله مخالفين او بد خواهان لري خوبايد د دې پر وړاندې مقابله وشي .
ددې ناستې په پای کې دسولې عالي شورا رئيس فضیلتمآب پيرسيد احمد ګيلاني، د دې پلاوي له راتللو، مشورو، سپارښتنو او د سولې له پروسې څخه د دوی له ملاتړ څخه مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د سولې هڅې په ځانګړې توګه د حزب اسلامي له راغلي پلاوي سره د دوی خبرې او مذاکرات په ښه فضا کې روان دي او ان شاء الله چې داسې پايله به ترلاسه شي چې د حزب اسلامي افغانستان په شمول ټولوته د قناعت وړ وي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.