جګړه بدمرغي ده

به اشتراک بگذارید

په سوله کې خیر، نیکمرغي او پرمختګ دی، جګړه بدمرغي او بربادي ده، موږ د نا امنو سیمو اوسیدونکو مشرانو ته دا پیغام ورکوو چې د سولې لپاره کار وکړي.
دغه خبره د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي هغه  لویه غونډه کې وکړه چې  د کندهار  د پنجوایي، ژړی او میوند ولسوالیو قومي مشرانو، دیني عالمانو، د سولې ولایتي کمیټې غړو، پرمختیایي ولسي شوراګانو غړو او ولسوالانو په ګډون د روان کال د  لیندۍ میاشتې پر ۲۳ نیټه د پنجوایي ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه .
غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د سولې ولایتي کمیټې غړي، حاجي  محمد اسحاق د سولې د ګټو او جګړې د زیانونو په اړه وینا وکړه، په ده پسې د پنجوایي ولسوال د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د پنجوایي ولسوالی اوسیدونکي تر یو وخته د وسله واله مخالفینو له خوا ډیر کړیدل، خو اوس له ښه مرغه ډاډمن امنیت راغلی او خلک بیرته ښه ژوند لري او په خپلو کروندو او باغونو کې  په کار بوخت دي .
ورپسې په سهیل لویدیځه حوزه کې د ولسي ملاتړ د شورا مشر محمدحلیم شملزي  د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه  وویل، په تیروخت کې د هیواد دښمنانو زموږ د نظام هرڅه لوټ کړل زموږ هیوادوال اوس باید د دښمنانو په پوچو تبلیغاتو ونه غولیږي، او هڅه وکړي تر څو د هیواد په ابادۍ کې خپله ونډه په پوره رښتینولۍ تر سره کړي.
img kand peaceoutcom gathering qaws 23 1په آخر کې د کندهار مرستیال والي وینا وکړه وې ویل: د امنیت او سولې په ټینګیدو سره مونږ په پنجوایي، ژیړي او میوند ولسوالیو کې په لسګونو د بیارغونې پروژې پلې کړې، سوله د هر چا خیر او هیله ده، جګړه بربادي ده د ناامنو سیمو له مشرانو څخه غوښتنه کوم چې ددولت په  همکارۍ د سولې او امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.
وروسته برخه وال مشران د وسله والو طالبانو د کویټې شورا د مشهور غړي حاجي معلم فدامحمد کور ته ورغلل او د هغه د احوال پوښتنه یې وکړه هغه پدې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د مشرانو له عملونو څخه په تنګ شوی او له پاکستان څخه خپل هیواد او کور ته راستون شوی دی.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.