اسلام د انتحار، انفجار او ترهګرۍ دين نه دی

به اشتراک بگذارید

د روان کال د وږي په ۳۰ مه په خوست کې د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه. په دې مراسمو کې د خوست والي حکم خان حبيبي سربېره د ولايتي ادارو رئيسانو، د سولې ولايتي کميټې مشرتابه او غړو، قومي مشرانو، مخورو، سپين ږيرو، مدني فعالانو او ژورنالستانو ګډون کړی و.
د قرأنکريم د څو مبارکو ايتونو له تلاوت وروسته د غونډې پيليزه وينا پوهندوی حکم خان حبيبي وکړه.
ده په خپله وينا کې سوله يو اسلامي او شرعي امر وباله، په ولسونو او وسلوالو ډلو يې غږ وکړ چې نور  له جګړو او تشدد څخه لاس واخلئ او د افغانستان د سولې له بهير سره يو ځای شئ.
ده زياته کړه چې نړيوال بايد دا ومني چې اسلام د انتحار، انفجار او تروريزم دين نه دی.
د خوست د سولې ولايتي کميټې د دارالانشاء د اوپراتيفي بخش مسئول عجب خان سنګين د سولې د عالي شورا د مشرتابه پيغام د غونډې ګډونوالو ته واوروه. په پيغام کې ويل شوي و چې نن د سولې عالي شورا او ولايتي کميټو په هڅو د سولې او مذاکراتو عملي پړاو ته داخليږو او هر چا ته دا معلومه شوې ده چې سوله د ستونزو او موضوعاتو د حل يوازينۍ لار ده.
د سولې عالي شورا غړي علي احمد خان سوله د ژوند کولو لپاره د لومړنيو اړتياوؤ څخه وبلله، او ياده يې کړه چې کله سوله نه وي، نو دا معنا لري چې تخنيک دې نه وي، پرمختګ دې نه وي حتی ژوند دې نه وي، نو په همدې سبب د سولې تامين د هر فرد وجيبه ده.
د ولايتي شورا په نماينده ګۍ د همدې شورا منشي نورشاه نوراني خبرې وکړې، په خلکو يې غږ وکړ چې که موږ غواړو چې سوله مو دې په هيواد کې قايمه وي نو لومړی بايد خپلمنځي اختلافات او مشکلات د اصولو په رڼا کې حل کړو.
د ديني علماوو په استازيتوب مفتي حبيب رحمان خوستي خبرې وکړې، ده په خپلو خبرو کې وويل چې روان جنګ کوم img khost peace day celebrated sunbola 30 2ديني او مذهبي اړخ نه لري، بلکې دا يوه تحميل شوې جګړه ده چې اور يې په موږ بليږي، ده زياته کړه چې د دې ادعا د ثبوت ښه بېلګه د سپتمبر ۱۱ پېښې دي چې د هغې په ترسره کولو کې د يو افغاني لاس هم نه و، يا د فرانسې او انګلستان بريدونه چې لاتر اوسه يو افغان هم په دې کې نه دی متهم شوی، نو دا په دې معنا ده چې د تروريزم مولدين موږ نه يو، خو له بده مرغه سزا يې مونږ ګالو، چې يو علت يې خپل منځي نفاق او اختلافات دي.
وروسته د خوست د سولې ولايتي کميټې د دارالانشاء مسول رسول محمد تڼي خبرې وکړې، ده په خپلو خبرو کې وويل چې که موږ سوله غواړو نو لومړی بايد يو بل وزغمو او استعدادونو ته فرصتونه برابر کړو څو د سولې ارمانونه مو په رښتيا بدل شي.
د سولې نړيواله ورځ په دې ولايت کې په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په دې ولايت کې خلک په پوره امن او ډاډمن امنيت کې ژوند کوي. د دې ولايت خلکو د حکومت سره د امنيت او سولې په تامين کې پوره همکاري کړې ده او د حکومت د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.